د لوګر مخابراتو ریاست: شبکې دې د سېمکارتونو ثبت لپاره اسانتیاوې رامنځته کړي
د لوګر د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست چارواکو په مرکز پلعلم کې یوې غونډې ته وویل، ټولې مخابراتې شبکې اړې دي چې د سېمکارتونو ثبت لپاره پېرودونکو ته اسانتیاوې برابرې کړي. دوه ورځې وړاندې د اترا ملي ادارې له مخابراتي شبکو غوښتي دي، چې په راتلونکو ۶ میاشتو کې د پېرودونکو ناثبت سیمکارتونه ثبت کړي.