ایران له هلمند سیند د دغه هېواد د حق‌ابې له تامین مننه کړې

د بهرنیو چارو وزارت په یوې خبرپاڼې کې ویلي، د دغه وزارت سرپرست امیرخان متقي د افغانستان په چارو کې د ایران د ولسمشر له ځانګړي استازي حسن کاظمي قُمي سره لیدلي دي. د خبرپاڼې پر بنسټ، د دوه اړخیزو اړیکو ښه کول، د ایران حق‌ابې تامین ترڅنګ، د سیمه‌ییز پرمختګونه د دې لیدنې د بحث وړ موضوعات بلل شوي دي.

د افغانستان د علماو شورا: هېواد کې د عصري زده‌کړو کچه ټیټه شوې

د افغانستان د علماو شورا مسوولان وايي چې هېواد کې د «عصري زده‌کړو» کچه د معیار له پلوه تر ټولو ټیټې کچه کې ده.

د یادې شورا مسوولانو دغه څرګندونې نن دوشنبه، غويي درېیمه کابل کې د یوې دیني مدرسې له «حفظ او حدیث» دورې څخه د ۴۵ نارینه‌وو او نجونو  فراغت‌غونډه کې کړې دي.

روسیه: د امریکا مرستې به اوکراین کې د لانورو وژنو لامل شي

روسیه وايي چې له اوکراین سره د  امریکا تازه پوځي مرسته به د جګړې لومړۍ کرښه کې وضعیت بدل نه‌کړي.

کرملین نن دوشنبه، د اپرېل ۲۲مه ویلي چې دغه مرستې به د جګړې لوری بدل نه‌کړي، چېرته چې روسیه برلاسې ده. د امریکا کانګرېس د روانې اوونۍ د دوشنبې پر ورځ د ۶۰ میلیارډ ډالرو په ارزښت اوکراین ته د پوځي مرسته هغه کڅوړه تصویب کړه چې له میاشتو ځنډول شوې وه.

د هند کرېکټ لیګ کې نن راجستان له ممبی سره لوبه کوي

د هند کرېکټ غوره لیګ «ای‌پي‌اېل» سیالیو په لړ کې به نن دوشنبه، اپرېل ۲۲مه د ممبی انډیینز لوبډله له راجستان رویالز سره لوبه کوي.

ټاکل شوې چې یاده لوبه نن ۶:۳۰ بجې د هند د جې‌پور په «سوای منسېنګ کرېکټ لوبغالي» کې ترسره شي. راجستان رویالز په خپل کوربه‌توب له ممبی انډیینز داسې مهال کوربه‌توب کوي چې یاده لوبډله د سیالیو جدول کې لومړی ځای لري.