Asset 1SWN

بلخ کې د خوړو او درملو ادارې څانګه فعاله شوه

بلخ

د خوړو او درملو ملي ادارې مسوولان وايي چې بلخ کې یې د «تاریخ تېرو او بې‌کیفیته درملو د وارداتو د مخنیوي او له بازار د څار» په پار د دې ادارې یوه څانګه پرانېستله.

د یادې ادارې رییس عبدالباري عمر نن دوشنبه، غويي درېبمه دغه ولایت کې د یادې څانګې د پرانېستلو پرمهال وویل چې د خوړو او درملو ادارې د دې څانګې له پرانېستلو یې موخه د باکیفیته خوړو او درملو د وړاندې کولو څرنګوالي څخه څارنه ده.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

په ورته مهال د بلخ محلي مسوولان هم د یادې څانګې له پرانېستلو د هرکلي ترڅنګ، هېواد کې د باکیفیته درملو د تولیداتو پر ډېروالي ټينګار کوي.

د بلخ والي محمدیوسف وفا په دې مراسمو کې وویل: «سوداګر دې په ټولییزه توګه د درملو تولید برخه کې پانګونه وکړي، څو د بې‌کیفیته او تاریخ تېرو درملو د وارداتو مخه ونیول شي.»

د خوړو او درملو ملي ادارې د رییس په وینا، یاده اداره هېواد کې د درملو تولیدي شرکتونو د ملاتړ لپاره هڅې کوي او په وینا یې، دا مهال هېواد ۷۶ کارخونې د درملو تولید برخه کې فعالې دي.

عبدالباري عمر زیاته کړه چې هېواد کې د درملو لګښت نږدې یو میلیارډ ډالرو ته رسېږي چې له ډلې یې ۲۵سلنه برخه د کورنیو تولیداتو څخه برابرېږي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

بل‌خوا د هېواد په شمال کې د درملو ټولنې مسوولان او یو‌شمېر ډاکټران د خوړو او درملو ادارې د یادې څانګې له پرانېستلو هرکلی کوي او وايي، له دې وروسته به د یادې ادارې له لارښوونو سره سم، خپلې چارې مخته وړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام