
ایپياېل کې نن راجستان له ممبی سره لوبه کوي
د هند کرېکټ غوره لیګ یا ایپياېل سیالیو په لړ کې نن ممبی انډییز لوبډله د راجستان رویالز لوبډلې کوربه دی.
ټاکل شوې چې یاده سیالي نن دوشنبه، اپرېل لومړۍ نېټه، د هند په «وانکېډه کرېکټ لوبغالي» کې ترسره شي.

د هند کرېکټ غوره لیګ یا ایپياېل سیالیو په لړ کې نن ممبی انډییز لوبډله د راجستان رویالز لوبډلې کوربه دی.
ټاکل شوې چې یاده سیالي نن دوشنبه، اپرېل لومړۍ نېټه، د هند په «وانکېډه کرېکټ لوبغالي» کې ترسره شي.

افغانستان کې د نشهيي توکو پر کښت له بندیز وروسته، ګڼشمېر ولایتونو کې کروندګرو د نشهيي توکو بدیلو کښتونو ته مخه کړې.
روزګان هم یو له هغو ولایتونو دی چې کروندګرو یې د نشهيي توکو د کښت پرځای د «ځېرې» کښت ته مخه کړې. دوی له حکومت او اړوند ادارو څخه غواړي چې د بدیلو کښتونو برخو کې له کروندګرو سره مرستې وکړي.

د کابل سرای شمالي کې د برېښنايي پېژندپاڼو د وېش مرکز ته راغلي کسان په دغه مرکز کې له ګڼېګوڼې او پڅ کاري بهیره شکایت کوي.
د کابل په سرای شمالي کې د برښنايي پېژندپاڼو د وېش مرکز یوشمېر مراجعهکوونکي په دغه مرکز کې له ګڼېګوڼې او پڅ کاري بهیر څخه شکایت کوي.

د لوګر پوهنې ریاست چارواکي وایي، د ماشومانو لپاره د ملګروملتونو ملاتړې ادارې (UNICEF) له لوري په محمداغې او ازرې ولسوالیو کې ۲۳۸ نوي محلي ټولګي پرانېستل شوې دي.

د افغانستان بانک مسوولان وايي چې سبا «سهشنبه، وري ۱۴مه» به «۱۸» میلیونه امریکايي ډالر د لیلام په توګه بازار ته وړاندې کړي.
د افغانستان بانک نن (دوشنبه، د وري ۱۲مه) پر اېکس شبکه «ټوېټرپاڼه» لیکلي چې د «افغانۍ» ارزښت ساتنې او ثبات لپاره به سبا سهشنبه «۱۸» میلیونه امریکايي ډالر لیلام کړي.

افغانستان کې د داعش ګواښونو ته د اندېښنو په غبرګون کې ا.ا وايي، امریکا افغانستان کې د یادې ډلې د ګواښونو د ساتنې په لټه کې دی.
د ا.ا ویاند ذبېحالله مجاهد وايي، هغه مهال چې امریکا افغانستان کې شتون درلود، په ورته کړنې یې لاس پورې کړی او اوس غواړي چې افغانستان کې د داعش ګواښ وساتي او د تبلیغ په توګه ترې استفاده وکړي.

د خوست محلي مسوولان وايي چې دغه ولایت کې د څه باندې ۱۶ میلیونه افغانیو په ارزښت د اوبو یو کانال او سربند جوړ او ګټېاخیستنې ته سپارل شوې دي.

د غزني محلي مسوولان وايي چې دغه ولایت کې د ناچاودو توکو د چاودنې له امله نهه ماشومان وژل شوي دي.
د غزني د اطلاعاتو او فرهنګ رییس حمیدالله نثار سلاموطندار ته وايي، دغه پېښه پرون یکشنبه، وري ۱۲مه، د دغه ولایت د ګېروی ولسوالي په ځدراڼ کلي کې رامنځته شوې. حمیدالله نثار زیاته کړه چې چاودنه له پخوانیو جګړو څخه د پاتې ناچاودي ماین د چاودنې له کبله رامنځته شوې.