متقي د پاکستان د بهرنیو چارو نوي وزیر ته بلنه ورکړې چې کابل ته راشي
پاکستان چې له تېرو څه باندې دوو کلونو راهیسې یې له ا.ا سره پر امنیتي او اقتصادي مسایلو اختلافونه لرلي، اوس یې تازه نوی حکومت جوړ او پر کار یې پیل کړی دی.
پاکستان چې له تېرو څه باندې دوو کلونو راهیسې یې له ا.ا سره پر امنیتي او اقتصادي مسایلو اختلافونه لرلي، اوس یې تازه نوی حکومت جوړ او پر کار یې پیل کړی دی.
عطا نوید چې په هېواد کې یې پنځه کاله له بېلابېلو رسنیو سره کار کړی وايي، اوس وزګار دی او د کار موندلو لپاره چې هرې ادارې ته ورغلی، ناهیلی ترې راوتلی دی. نوموړی له حکومت څخه غواړي، څو د هغو خبریالانو لپاره چې کارونه یې له لاسه ورکړي، د کار اسانتیاوې برابرې کړي.
خوست کې يوه ډله ځوانان کلي په کلي ګرځي او کورنۍ هڅوي چې خپل هغه ماشومان چې عمر يې ښوونځیو کې د شاملېدو لپاره برابر وي، ښوونځيو کې شامل کړي.
د دغه کمپاین په ترڅ کې هغو ماشومانو ته په وړيا ډول انځورونه هم چاپېږي چې په ښوونځي کې د شامېليدو پرمهال ورته اړتيا وي.
د افغانستان بانک مسوولان وايي چې «دوشنبه، کب ۲۸مه» به «۱۵» میلیونه امریکايي ډالر د لیلام په توګه بازار ته وړاندې کړي.
د افغانستان بانک نن (یکشنبه، د کب ۲۷مه) پر اېکس شبکه «ټوېټرپاڼه» لیکلي چې د «افغانۍ» ارزښت ساتنې او ثبات لپاره به سبا دوشنبه «۱۵» میلیونه امریکايي ډالر لیلام کړي.
افغانستان کې د وروستیو سیاسي تحولاتو راپدېخوا او له زدهکړو او کار څخه د نجونو او مېرمنو راګرځولو سره هممهاله ګڼشمېر ښځو د لاسي صنایعو او خیاطي زدهکړې ته مخه کړې.
په دې راپور کې له ۳۰ مېرمنو سره مرکې شوې چې د سرپرست حکومت په واکمنېدو سره یې د خیاطي زدهکړې ته مخه کړې ده.
د افغانستان کرېکټ ملي لوبډله نن شپه له ایرلنډ سره د درېوو شل اووره سیالیو د لوبلړۍ په دویمه سیالي کې لوبېږي. افغانستان د یادې لوبلړۍ په لومړۍ شل اووره سیالي کې له ایرلنډ ماته خوړلې او دې لوبه کې به هڅه کوي چې لوبلړۍ برابره کړي. که ایرلنډ دا سیالي وګټي، نو ورسره به د شل اووره سیالیو لوبلړۍ هم په خپل نوم کړي. ټاکل شوې چې یاده لوبه نن یکشنبه، کب ۲۷مه د عربي متحده اماراتو په شارجه کرېکټ لوبغالي کې ترسره شي.
د کندهار امنیتي مسوولان وايي چې دغه ولایت کې د تېر یوه کال پرمهال د اورلګېدنې ۱۰۶ پېښې رامنځته شوي چې له امله یې نږدې ۴.۵ میلیونه افغانۍ زیان اړولی دی. جمشېد زیاته کړه چې د اورلګېدنې ډېری پېښې د تېلو پلورنځیو، د صنعتي پارک کارخانو، د ګازو لویو ټانکرونو، شرکتونو، سوداګریزو مرکزونو او کورونو کې رامنځته شوي دي.
د سلاموطندار په اړه
نشراتي سیاست او مسلکي اصول
د خصوصي حریم سیاست
له موږ سره اړیکه
کارموندنه
د معلوماتو او سندونو لېږل
له موږ سره د همکارۍ شرایط
شکایت
راډیويي خپرونې
فلم او تصویر
آر اس اس
په خبرپاڼه کې ګډون