
لوګر؛ واورو کې ایسار ۶۰ کسان ژغورل شوي
د ۲۰۳ منصوري قولي اردو د څلورمې پلې لېوا مسوولان وایي چې امنیتي ځواکونو په مرکز پلعلم، برهکي برک او خوښۍ ولسوالي کې ۶۰ کسان چې د سختې واورې اورښت له امله ایسار پاتې وو، ژغورلي او خوندې ځای ته یې لېږدولي دي.

د ۲۰۳ منصوري قولي اردو د څلورمې پلې لېوا مسوولان وایي چې امنیتي ځواکونو په مرکز پلعلم، برهکي برک او خوښۍ ولسوالي کې ۶۰ کسان چې د سختې واورې اورښت له امله ایسار پاتې وو، ژغورلي او خوندې ځای ته یې لېږدولي دي.

د افغانستان د سرپرست حکومت د تېرې یوې اوونۍ پر مهال د دویم ځل لپاره ترکمنستان ته دویم اقتصادي پلاوی استولی دی.
په دغه پلاوي کې چې مشري یې د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدین عزیزي کوي، د دولتي ادارو او خصوصي سکتور چارواکي هم شامل دي.

د روزګان مرکز ترينکوټ ښار کې د نيالګيو یوشمېر قوریهلرونکي سلاموطندار سره خبرو کې وايي، نورو کلونو ته په پرتله سږکال دغه ولایت کې د نیالګیو د پلور کچه ۵۰ سلنه کمه شوې.
د دوی په ینا، که څه هم دې وروستیو اورښتونو د خلکو او کروندګرو ترمنځ هیلهمندي رامنځته کړې، خو په ټوله کې خلک د وچکالۍ له امله د نیالګیو اخیستو او کېښودو ته زړه نه ښه کوي.

د میدانوردګ چارواکي وایي چې د وروستیو واورو اورښت له امله د کابل-بامیان پر لویه لاره په واورو کې ایسار پاتې ۶۰ مسافر ژغورلې دي. د یادو مسافرو موټر هم رایستل شوي دي.

د بغلان ولایتي روغتون یوشمېر ناروغان لرونکي وايي چې روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی نهلري او د بسترونو کمښت، امکاناتو نشتون او نورو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.
د یاد ولایت یو اوسېدونکی غلامرسول وايي، که څه هم زوی یې ناروغ دی، خو روغتون کې د بستر نشتون له امله یې نهبستروي.

په دایکندي کې د «نسیم» په نوم یوې محلي راډیو چې شپږ میاشتې وړاندې د سرپرست حکومت د ځايي چارواکو لهخوا تړل شوې وه، «شنبه، کب ۱۲مه» یې خپلې خپرونې بېرته پیل کړې.

د افغانستان بانک مسوولان وايي چې سبا «یکشنبه، کب ۱۳مه» به «۱۶» میلیونه امریکايي ډالر د لیلام په توګه بازار ته وړاندې کړي.
د افغانستان بانک (شنبه، د کب ۱۲مه) پر اېکس شبکه «ټوېټرپاڼه» لیکلي چې د «افغانۍ» ارزښت ساتنې او ثبات لپاره به سبا یکشنبه «۱۶» میلیونه امریکايي ډالر لیلام کړي.