کابل کې یوشمېر ښځو د ځان او نورو لپاره کارموندنې ته مخه کړې

افغان ښځې سره له دې چې له سختو محدودیتونو سره مخامخ دي، خو بیا هم نه‌دي ماتې شوي او هڅه کوي چې خپلو موخو ته ځانونه ورسوي. که څه هم افغان ښځې اوس خپلو ډېرو بنسټیزو حقونو ته لاسرسی نه لري، زده‌کړو او کار ته نه پرېښودل کېږي، خو یوشمېر هغو یې په ټولنه کې د خپل فعالیت د دوام په موخه ځان ته بېلابېلې بوختیاوې پیدا کړې دي.

افغانستان کې د ناسالمو ماشومانو د زېږون کچه لوړه شوې

د پروان، کاپیسا او پنجشېر یوشمېر اوسېدونکي په دغو ولایتونو کې د ناسالمو ماشومانو د زېږون شمېر ډېروالي په اړه اندېښنه ښيي.
د کاپیسا د تګاب ولسوالي اوسېدونکی عبدالخلیل توحیدیار چې د یوه معلول ماشوم پلار دی وايي، مېرمن یې خپله وه او ښايي د ناسالم ماشوم د زېږون یو لامل همدا وي.

خوست کې راډیویي خپرونو ته د ښځو او نجونو پر ټیلیفوني اړیکې بندیز لګول شوی

د خوست امنیه قومنداني د دغه ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست څخه په یوه مکتب کې غوښتنه کړې چې د یاد ولایت پر رسنیو څار ډېر کړي.

د امنیې قومنداني له لوري په لېږل شوي مکتوب کې راډیویي خپرونو ته د ښځو او نجونو پر ټیلیفوني اړیکو بندیز لګول شوی دی. په دغه مکتوب کې له دې اقدام څخه موخه د اخلاقي فساد مخنیوی بلل شوی.

د لغمان مسوولان: د کوکنارو کښت ته اجازه نشته؛ کروندګر: ځکه مو کرلي چې ګټه کوي

که څه هم واک ته د اسلامي امارت تر رسېدو وروسته، ټول هېواد کې د نشه‌يي توکو پر کښت، پېر او پلور بندیز ولګول شو، خو بیا هم یوشمېر سیمو کې په سلګونه جریبه ځمکه کوکنار کرل شوي دي. د کروندګرو په وینا، دا چې نور کاروبار نه‌لري او که له کوکنارو پرته بل کښت وکړي، ان خپل کړی لګښت هم نهشي ‌پوره کولی.

کابل کې د ۲۸ جوړو د ډله‌ییز واده مراسم ترسره شول

کابل ښار کې د یوه بنسټ له لوري د ۲۸ جوړو «نجونو او هلکانو» د ډله‌ییز واده مراسم ترسره شول.

د یاد بنسټ مسوول عبدالباسط رسولي وايي چې پر دغه ډله‌ییز واده نږدې یو میلیون او ۵۰۰زره افغانۍ لګښت راغلی دی. «له اووو ولایتونو هغو نجونو او هلکانو چې د واده د لګښت توان نه‌درلود، دې ډله‌ییز واده کې یې ګډون کړی. هرې جوړې ته ۵۰زره افغانیو په لګښت شوی او هرې جوړې ته له ۲۰ تر ۳۶ قلمه توکي اخیستل شوي دي.»

د روزګان-کندهار لویه لاره د واورې اورښت له امله تړل شوې

د روزګان امنیتي مسوولان وايي چې د دغه ولایت او کندهار ترمنځ غځېدلې لویه لاره د درنې واورې اورښت له کبله تړل شوې.

د روزګان امنیې قومنداني ویاند بلال روزګانی سلام‌وطندار ته وايي چې دغه لویه لاره د کندهار شاولي‌ کوټ ولسوالي کې د اورښتونو پر مهال بنده شوې ده.

د لوګر اوسېدونکي: روغتونونو کې دې د ښځينه قابلو شمېر زیات شي

د لوګر یوې اوسېدونکي ښایستې سلام‌وطندار ته وویل چې د پخوا په پرتله د دې ولایت مرکز پل‌علم او لرو پرتو سیمو کې د ښځینه قابلو فعالیت پراخ شوی چې ورسره د مور او ماشوم د مړینې کچه هم د پام وړ راښکته شوې. د دې په خبره، کومو روغتیايي مرکزونو کې چې ښځینه قابلې شته، د ښځینه ناروغانو ستونزې ورسره حل شوي یا ‌ډېرې راکمې شوي دي.

د روزګان پخوانی والي: یونیم کال ماموریت کې مې ۴۰کانونه تثبیت کړل

د روزګان پخوانی والي محمدعلي جان احمد وايي چې دغه ولایت کې یې د یونیم کال ماموریت پر مهال ۴۰ کانونه تثبیت کړي دي.

محمدعلي جان احمد تازه د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت د جرګو، اقوامو او قبایلو د هماهنګۍ مرستیال توګه ټاکل شوی دی.

جوزجان کې پر یوه کس د قصاص حکم پلی شو

د سرپرست حکومت ستره محکمه وايي چې په جوزجان کې یې پر یوه کس د قصاص حکم پلی کړی دی.

سترې محکمې نن دوشنبه د کب اوومه پر اېکس‌پاڼه ویلي چې د قصاص دغه حکم یې د جوزجان په ورزشي سټدیوم کې د ګڼ‌شمېر خلکو پر وړاندې پر مجرم پلی کړی.

د افغانستان بانک سبا «۱۷» میلیونه ډالر بازار ته وړاندې کوي

د افغانستان بانک وايي چې د روانې اوونۍ د سه‌شنبې پر ورځ «کب، اتمه» به «۱۷» میلیونه امریکايي ډالر د لیلام په توګه بازار ته وړاندې کړي.

د افغانستان بانک نن (دوشنبه، د کب اوومه) پر اېکس شبکه «ټوېټرپاڼه» لیکلي چې د «افغانۍ» ارزښت ساتنې او ثبات لپاره به سبا سه‌شنبه «۱۷» میلیونه امریکايي ډالر لیلام کړي.

د دایکندي-کابل-بامیان لویې لارې د واورې اورښت له کبله تړل شوي

د بامیان او دایکندي محلي مسوولان وايي، کابل ته د دغه ولایتونو غځېدلې لویې لارې د واورو اورښت او توپان له کبله تړل شوي دي.

د مسوولانو په وینا، له کابل سربېره د دې ولایتونو له مرکزونو سره د ولسوالیو لویې لارې هم بندې شوي. بل‌خوا د دایکندي مسوولان وايي، دغه ولایت کې اورښتونو د کابل او د یاد ولایت د ولسوالیو لارې تړلې دي.