د تورخم دروازې د تړل کېدو دوام؛ د دوامدار حل لپاره د ګډ میکانیزم جوړېدو ته اړتیا ده

د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ د ګډو خونو مسوولان د باروړونکو موټرو پر مخ د تورخم دروازې د تړل کېدو له دوام سره هم‌مهاله وايي، د دې ستونزې د حل لپاره د یوه ګډ میکانیزم جوړېدو ته اړتیا ده او په خبره یې، د دواړو هېوادونو ترمنځ دې ګډ میکانیزم جوړ شي.

پاکستان له افغانستان سره پر ډیورنډ کرښه د خرلاڅي دروازه تړلې

 د پکتیا محلي مسوولان وايي چې د ډیورنډ فرضي کرښې پورې غاړې په کورمه اېجنسۍ کې د دوو قومونو ترمنځ د جګړې له امله د خرلاڅي دروازه تړل شوې.

د پکتیا ولایت مقام ویاند عبدالقدیر احمدي سلام‌وطندار ته وايي، دغه دروازه له تېرې ورځې راهیسې د مسافرو پرمخ تړل شوې، خو د باروړونکو موټرو د تګ‌راتګ لپاره وخت ناوخته پرانېستل کېږي.

لوګر کې د «عینک» په نوم يوې خصوصي راډیو نشرات پيل کړل

لوګر کې د عینک په نوم يوې خصوصي نن «دوشنبه، مرغومې ۲۵مه» په رسمي توګه خپلې خپرونې پیل کړې.

دغه راډیو پر ۹۵.۹ اف‌ام څپو نشرات کوي.

د يادې راډيو پرانیست‌غوندې کې د سرپرست حکومت وياند ذبېح‌الله مجاهد، اطلاعاتو او فرهنګ رییس رفېع‌الله صمیم او د دغې راډيو کارکوونکو ګډون کړی وو.

د هلمند ګرشک ولسوالي کې په ۴۵زره ډالرو یو جومات جوړېږي

د هلمند د ګرشک ولسوالي په نورزو سیمه کې د ۴۵زره امریکايي ډالرو په ارزښت د یوه جومات د بنسټ ډبره کېښودل شوه.

دغه جومات د هلمند د ګرشک ولسوالي اړوند «نورزو» سیمه کې د کندهار-هرات پر لویه لاره جوړېږي.

یاد جومات د کورنیو چارو وزارت سرپرست په لارښوونه او د یوه ترکي بنسټ له لوري جوړېږي چې پر رغېدو به یې ۴۵۰۰۰ «پنځه څلوېښت زره» امریکايي ډالره لګښت راشي.

د علومو اکاډمي د «کرنیزو محصولاتو پروسس» په اړه علمي سیمنار جوړ کړ

د افغانستان علومو اکاډمي نن «یکشنبه، مرغومې ۲۴مه» د «اقتصادي وده کې د کرنیزو محصوولاتو د پروسس رول» تر نوم لاندې یو ورځنی علمي او څېړنیز سیمنار جوړ کړ. د هغه په وینا، د کرنیزو محصولاتو د پروسس پر وړاندې د ستونزو د حل لپاره، د علومو اکاډمۍ ۲۱علمي او څېړنیزې مقالې چمتو کړي او اړوند بنسټونو ته یې استولي دي.