
بغلان کې د پلاسټیکي لوښو د کارونې زیاتوالی؛ ډاکټران: روغتیا ته زیان رسوي
د بغلان مرکز پلخمري ښار يوشمېر اوسېدونکي وايي، دې وروستيو کې د دغه ښار په رستورانتونو او د سړکونو تر غاړو د خوراکي توکو په هټیو او غرفو کې د پلاستیکي لوښو کارول ډېر شوي دي.

د بغلان مرکز پلخمري ښار يوشمېر اوسېدونکي وايي، دې وروستيو کې د دغه ښار په رستورانتونو او د سړکونو تر غاړو د خوراکي توکو په هټیو او غرفو کې د پلاستیکي لوښو کارول ډېر شوي دي.

د تېرې یوې اوونۍ پر مهال د افغانستان د اوسپنې پټلۍ له لارې په ټولیزه توګه د ۸۶۸۵۷ ټُنه سوداګریزو توکو انتقالات شوې دي.
د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې نن دوشنبه د لړم ۲۲مه پر اېکس لیکلي چې دغه انتقالات د لړم له دولسمې تر اتلسمې نېټې شوې دي.

چین کې د ټسلا موټر جوړولو کمپنۍ څانګې دغه هېواد کې خپل پلورل شوي ۱.۶ میلیونه برښنايي موټر د ځینو ستونزو له کبله بېرته دې کمپنۍ ته ورغوښتي دي. د موټر جوړونې دې کمپنۍ خپل پلورل شوي «اېس، وای، درې او اېکس ماډل» موټر له دې کبله ورغوښتي چې د یادو موټرو اتومات سېسټم او د دروازو بندېدو کنټرول برخه کې ستونزې پیدا شوي دي.

د شمالي کوریا مشر کېم جونګ اون وروسته له هغې د ایران او جاپان مشرانو ته د خواخوږۍ پیغامونه استولي چې ایران کې شویو چاودنو تر ۱۰۰ کسانو ووژل او جاپان کې د شوې زلزلې له امله د مړو شویو کسانو شمېر له ۱۰۰ اوښتی دی.

د میدانوردګ په مرکز میدانښار کې د شاوخوا نهه میلیونه افغانیو په مالي لګښت د پلاستیکي کڅوړو د تولید یوې کارخونې په فعالیت پيل وکړ.

د کرېکټ نړیوالې شورا یا ایسيسي «جمعه، جنورۍ پنځمه» د وېسټ انډیز او امریکا په کوربهتوب د روان ۲۰۲۴ د کرېکټ شل اووره سیالیو نړیوال جام د لوبډلو د سیالیو مهالوېش اعلان کړ.
د یادې شورا لهخوا د لوبډلو د سیالیو اعلان شوي مهالوېش له مخې، افغانستان په سي ګروپ کې له وېسټانډیز، نیوزیلنډ، یوګانډا او پاپوانیوګېني سره یوځای دی.