
خوست کې په نږدې درې میلیونه افغانیو د یوه چکډېم د جوړېدو چارې پيل شوې
د خوست د شملخرم فرعي دریا حوزې مسولان وايي، نن سهشنبه د لړم ۱۶مه د ياد ولايت مرکز کې د دوه میلیونه او ۷۰۰زره افغانیو په لګښت د يوه چکډېم د جوړېدو چارې پيل کړې.

د خوست د شملخرم فرعي دریا حوزې مسولان وايي، نن سهشنبه د لړم ۱۶مه د ياد ولايت مرکز کې د دوه میلیونه او ۷۰۰زره افغانیو په لګښت د يوه چکډېم د جوړېدو چارې پيل کړې.

غلامنبي تېر کال په ناقانونه توګه ایران ته د کار کولو لپاره تللی و. هغه وايي، دغه هېواد کې د اوسېدو اړوند قانوني اسنادو نهلرلو له امله د یاد هېواد پولیسو په زور د نیمروز له لارې افغانستان ته اړولی دی.

د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر ایراني چارواکو سره د لیدنې پر مهال له دغه هېواده د برښنا تولید برخه کې د همکاري غوښتنه کړې.
دې لیدنه کې دواړو لوریو د ګډو اقتصادي، سیاسي او د امنیتي همکاریو پر دوام ټينګار کړی دی. په همدې حال کې ایراني چارواکو د افغان پلاوي سفر پر مهال ډاډ ورکړی چې افغانستان سره به په یادو برخو کې همکاري وکړي.

نن سهشنبه د نومبر اوومه پر غزې د اسراییلي ځواکونو د برید یوه میاشت پوره شوه. په دې تېره یوه میاشت کې د اسراییلو په هوايي او ځمکنیو بریدونو کې څه باندې ۱۰زره فلسطینیان وژل شوي او زرګونه نور ټپیان دي.

د پاکستان د خېبرپښتونخوا ایالت اړوند سیمه کې د ټېکټاک ویډیو جوړولو پر مهال دوو ورونو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
د پاکستاني رسنیو د راپور له مخې چې نن سهشنبه د نومبر اوومه یې خپور کړی ویلي، پېښه د خېبرپښتونخوا ایالت د کوهاټ په ګمګهول سیمه کې رامنځته شوې ده.

د هند په کوربهتوب د یو ورځنیو سیالیو نړیوال جام کې نن د افغانستان کرېکټ ملي لوبډله د اسټرالیا پر وړاندې لوبه کوي.
ټاکل شوې چې دغه لوبه نن له غرمې وروسته ۱:۰۰ بجه د هند د ډیلي په «وانګېډه کرېکټ لوبغالي» کې ترسره شي.

د پکتيا محلي مسوولان وايي چې د دغه ولایت د ډنډپټان ولسوالي له لارې له پاکستان څخه د راستنېدونکو افغان کډوالو لپاره یې چمتووالی نیولی او لومړنۍ اسانتیاوې یې ورته برابرې کړې دي.