پېښو ته د رسېدو وزارت: موسسې دې تر خاورو لاندې د خلکو رااېستلو کې مرسته وکړي
پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت د هرات په زنده جان ولسوالي کې له خاورو لاندې د خلکو د رااېستلو لپاره له مرستندویه بنسټونو څخه د بېړنۍ مرستې غوښتنه کړې.
پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت د هرات په زنده جان ولسوالي کې له خاورو لاندې د خلکو د رااېستلو لپاره له مرستندویه بنسټونو څخه د بېړنۍ مرستې غوښتنه کړې.

بادغیس کې د شاتو مُچیو یوشمېر روزونکي وايي چې دغه ولایت کې د وچکالي او طبیعي افتونو له امله د شاتو تولید کې د پام وړ کموالی راغلی دی.
٣٨ کلن محمدامين سلاموطندار ته وايي چې له اتو کلونو راهيسې بادغیس کې د شاتو مُچیو پر روزنه بوخت دی.

پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت مسوولان وايي چې د هېواد په لوېدیځ کې د شوې زلزلې له امله ۱۵ کسان مړه او ۴۰ نور ټپیان شوې دي.
د یاد وزارت د مسوولانو په وینا، نن شنبه د تلې ۱۵مه له سهار راهیسې څلور ځله یادو ولایتونو کې زلزله شوې ده.

اسپانیا کې د افغانستان سفارت په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې د افغانستان بهرنیو چارو وزارت سره په تعامل کې دی.
دغه سفارت جمعه د تلې ۱۴مه پر خپله فېسبوکپاڼه لیکلي چې اسپانیا کې د افغانانو ستونزو ته د رسېدنې او قونسلي خدمتونو وړاندې کولو لپاره د بهرنیو چارو وزارت په تعامل کې دی.

جوزجان کې یوشمېر ښوونکي وايي چې له ګڼو اقتصادي ستونزو سره لاس او ګرېوان دي او میاشتنی معاش یې د ژوند اړتیاوو برابرولو لپاره بسنه نهکوي.
دوی له سرپرست حکومت غواړي چې معاشونه یې لوړ کړي.

د هند په کوربهتوب د ۲۰۲۳ کال د یو ورځنیو سیالیو په لړ کې نن دوه لوبې کېږي چې افغانستان دا مهال له بنګلدېش سره پر لوبه بوخت دی او سریلانکا بیا له سوېلي افریقا سره مخ ده.