
د افغانستان بانک راتلونکې شنبه «۱۴» میلیونه ډالر لیلاموي
د افغانستان بانک وايي چې راتلونکې شنبه د تلې «میزان» لومړۍ نېټه به «۱۴» میلیونه امریکايي ډالر د لیلام په توګه بازار ته وړاندې کړي.

د افغانستان بانک وايي چې راتلونکې شنبه د تلې «میزان» لومړۍ نېټه به «۱۴» میلیونه امریکايي ډالر د لیلام په توګه بازار ته وړاندې کړي.

د ملګروملتونو سرمنشي انټونیو ګوټرېش د یاد سازمان په کلنۍ غونډه کې ویلي چې ۷۰سلنه افغانان بشردوستانه مرستو ته اړتیا لري.

د بلخ د پوهنې ریاست مسوولان وايي چې د دغه ولایت په «نهرشاهي» ولسوالي کې د ۱۲۰زره ډالرو په لګښت د یوه ښوونځي ودانۍ نن ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

د غزني په مرکز او درېوو ولسوالیو کې د یو میلیون امریکايي ډالرو په ارزښت د بیارغونې ۵۷ پروژو چارې پیل شوې. دغه پروژې د ملګروملتونو د خوړو نړیوال پروګرام له لوري پلې کېږي.

د روغتیا نړیوال سازمان «who» افغانستان کې د غوره روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو په پار د روغتیا وزارت اړوند ۲۵ روغتونونو سره د طبي او نورو توکو مرسته ډېره کړې ده.

د زابل د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست مسوولان وايي چې دغه ولایت کې سږکال د انګورو په حاصلاتو کې زیاتوالی راغلی دی.

د بلخ د عامې روغتیا ریاست مسوولان وايي چې د دغه ولایت د دولتاباد ولسوالي کې یې د پنځه میلیونه افغانیو په لګښت د یوه روغتیايي مرکز د جوړېدو چارې پیل کړې دي.