ایپياېل لیګ؛ پنجاب نن له لکناو سره لوبه کوي
د هند کرېکټ غوره لیګ یا ایپياېل سیالیو په لړ کې نن ماښام لکناو سوپر جاینټز لوبډله له پنجاب کنګز سره سیالي کوي.
ټاکل شوې چې دغه لوبه نن ماښام ۶:۳۰ بجې د پنجاب په کورني لوبغالي کې ترسره شي.
د هند کرېکټ غوره لیګ یا ایپياېل سیالیو په لړ کې نن ماښام لکناو سوپر جاینټز لوبډله له پنجاب کنګز سره سیالي کوي.
ټاکل شوې چې دغه لوبه نن ماښام ۶:۳۰ بجې د پنجاب په کورني لوبغالي کې ترسره شي.
د فاریاب دولتاباد ولسوالي کې محلي سرچینې وايي چې په دغه ولسوالي کې د درېوو بېلابېلو ټرافیکو پېښو له امله یو کس مړ او دوه ماشومان ټپیان شوي دي.
د ننګرهار امنیتي مسوولان وايي چې دغه ولایت کې ناپېژنده وسلهوالو یو ځوان په ډزو ویشتلی او وژلی یې دی.
د ننګرهار د امنیې قومنداني ویاند عبدالبصیر زابلی وايي، د یاد ولايت د لعلپورې ولسوالي په «کرداوي» کلي کې د سیدشاه په نوم يو ځوان بېګاه شپه د ناپېژنده وسلهوالو له لوري وژل شوی دی.
د پاکستان پوځ وايي چې د خېبرپښتونخوا په لکي مروت سيمه کې له وسلهوالو سره په نښته کې یې درې سرتیري وژل شوي دي.
پاکستاني رسنیو نن جمعه د اپرېل ۲۸مه د یوې پوځي سرچینې له قوله راپور ورکړی چې بېګاه شپه له وسلهوالو سره په نښته کې درې سرتیري وژل شوي دي.
د اوکراین پر یوشمېر ښارونو د روسي ځواکونو په تازه راکیتي بریدونو کې ۱۲ کسان وژل شوي او ۱۱ نور ټپیان دي.
د راپورونو له مخې د اوکراین په مرکزي ښار اومان کې پر یوې ودانۍ د روسیي ځواکونو له لوري د توغول شویو راکېټونو د لګېدو له امله لس کسان وژل شوي دي.
د غزني امنیتي مسوولان وايي چې دغه ولایت کې د لامبو وهلو پر مهال یو ځوان اوبو ډوب کړی او مړ شوی دی.
د میدانوردګ د مرکزي بهسودو ولسوالي اوسېدونکي یاده ولسوالي کې د ښځینه متخصصو ډاکټرانو او درملو کمښت څخه د اندېښنې په څرګندونو سره وايي چې دې چارې خلک له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي. دوی زیاتوي چې لرو پرتو ولسوالیو کې د پخوا په پرتله د ښځینه ډاکترانو او درملو کمښت ستونزه دوه برابره شوې
فاریاب کې سرچینې سلاموطندار ته وايي چې دغه ولایت کې یوې ۵۶کلنې ښځې ځانوژنه کړې ده. سرچینې زیاتوي چې پېښه د دغه ولایت قرغان ولسوالي اړوند سیمه کې رامنځته شوې ده. سرچینې همداراز ویلي چې یاده مېرمن سلطانه نومېده او پرون پنجشنبه د غويي اوومه د قرغان ولسوالي اړوند «باغوبوستان» کلي یې ځانوژنه کړې او ژوند ته یې د پای ټکی ایښی دی.
د سلاموطندار په اړه
نشراتي سیاست او مسلکي اصول
د خصوصي حریم سیاست
له موږ سره اړیکه
کارموندنه
د معلوماتو او سندونو لېږل
له موږ سره د همکارۍ شرایط
شکایت
راډیويي خپرونې
فلم او تصویر
آر اس اس
په خبرپاڼه کې ګډون