د ا.ا ځواکونو په نیمروز کې دوه داعشیان وژلي
د نیمروز محلي مسوولان وايي چې د ا.ا ځواکونو نن د دغه ولایت د مرکز زرنج ښار په سیداباد سیمه کې د داعشیانو پر یوه پټنځای عملیات کړي دي.
د نیمروز محلي مسوولان وايي چې د ا.ا ځواکونو نن د دغه ولایت د مرکز زرنج ښار په سیداباد سیمه کې د داعشیانو پر یوه پټنځای عملیات کړي دي.
د سوداګرۍ او صنایعو وزارت وايي چې افغانستان په ۱۴۰۱ کال کې نږدې ۳۰ زره ټنه زیره چې ۳۹ میلیونه ډالره کېږي، صادره کړې ده.
د افغانستان د روان سیاسي کړکېچ په اړه د سیمهییزو او نړیوالو غونډو په دوام، ټاکل شوې د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو څلورمه غونډه د روانې اوونۍ د پنجشنبې په ورځ د ازبکستان په سمرقند ښار کې جوړه شي. په دې غونډه کې د روسیې، چین، ایران، پاکستان، تاجکستان، ترکمنستان او ازبکستان استازي ګډون کوي.
د مالیې وزارت د ګمرکونو عمومي رییس عبدالمتین سعید نن په کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل چې دغه وزارت په ۱۴۰۱ کال کې ۱۹۳ میلیارډه او ۹۱۲ میلیونه افغانۍ عواید راټول او دا د ۱۴۰۰ کال په پرتله ۳۷ سلنه زیاتوالی ښیي.
د افغانستان شمال او شمال ختیځ د زیاتو اوبو او ښې هوا له امله د مالدارۍ لپاره غوره سیمه ګڼل کېږي، خو د تخار ولایت مالداران په دې وروستیو کې له ننګونو سره مخامخ شوي چې له کبله یې دغه دودیز کسب مخ پر ځوړ روان دی.
د نورستان په کامدېش ولسوالي کې د ځمکې پر سر د کاموز او کشتوز قومونو ترمنځ ۲۶ کلنه دوښمني پای ته ورسېده او بېرته خپلو کلیو ته وګرځېدل.
د کشتوز قوم یو مشر محمدنعیم وايي، د ځمکې او اوبو پر سر دې دوښمنۍ کې چې له تېرو ۲۶ کلونو راهیسې روانه وه، د دواړو قومونو ۵۰۰ کسان وژل شوي دي.
د سلاموطندار په اړه
نشراتي سیاست او مسلکي اصول
د خصوصي حریم سیاست
له موږ سره اړیکه
کارموندنه
د معلوماتو او سندونو لېږل
له موږ سره د همکارۍ شرایط
شکایت
راډیويي خپرونې
فلم او تصویر
آر اس اس
په خبرپاڼه کې ګډون