
د بېګباش لیګ؛ د راشدخان اډلېډ سټرایکرز لوبډلې ستره ماته وخوړه
د بېګباش لیګ سیالیو په لړ کې د راشدخان لوبډلې «اډلېډ سټرایکرز» د هوبارټ هریکېنز لوبډلې پر وړاندې ستره ماته وخوړه.

د بېګباش لیګ سیالیو په لړ کې د راشدخان لوبډلې «اډلېډ سټرایکرز» د هوبارټ هریکېنز لوبډلې پر وړاندې ستره ماته وخوړه.

وروسته له هغې چې اسلامي امارت نادولتي موسسو کې د ښځو پر کار بندیز ولګاوه، اوس د افغانستان د اقتصادي وضعیت ترینګلتیا په اړه اندېښنې ډېرې شوې دي.
د بلومبرګ خپروندی په یوه رپوټ کې ویلي چې په نادولتي کورنیو او بهرنیو موسسو کې د ښځو پر کار بندیز سره به افغانستان د کال تر یو میلیارډ ډالر زیان وویني.

افغانستان کې د پاکستاني طالبانو د حضور او فعالیت په اړه وروستۍ ادعاوې د اسلامي امارت او د پاکستان د حکومت ترمنځ پر یوه تقابل د بدلېدو په حال کې دي. د سیاسي چارو شنونکي وايي، د پاکستان حکومت پر اسلامي امارت د فشار راوړلو لپاره پلمې لټوي او افغانستان کې د ټيټيپي د شتون ادعا هم یوه پلمه ده.

د مکسیکو په شمالي سرحدي ښار «سیوداد جواریز» کې وسلهوالو په یوه زندان برید کړی چې پر مهال یې لږ تر لږه ۱۴ کسان وژل شوي دي.

د افغانستان بانک سبا سهشنبه مرغومې دیارلسمه ۱۵ میلیونه امریکايي ډالر د لیلام په توګه بازار ته وړاندې کوي. د افغانستان بانک نن دوشنبه د مرغومې دولسمه پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي چې سبا به د لیلام په توګه ۱۵ میلیونه ډالر بازار ته وړاندې کړي. د افغانستان بانک له دې وړاندې د روانې مرغومې میاشتې په اوومه نېټه د چهارشنبې پر ورځ هم ۱۶ میلیونه امریکايي ډالر د داوطلبۍ له لارې لیلام کړي وو.

فلسطیني سرچینو رویټرز خبري اژانس ته ویلي چې نن دوشنبه د مرغومې دولسمه د اشغال شوې لوېدیځې غاړې جنین ښار ته څېرمه له اسرایلي ځواکونو سره په نښته کې د یوه ۱۷ کلن ځوان په ګډون دوه فلسطینیان وژل شوي دي.

د نیوزیلنډ او پاکستان د کرېکټ ملي لوبډلو ترمنځ له لومړۍ ټسټ لوبې وروسته دواړو لوبډلو نن دویمه ټسټ لوبه پیل کړه چې نیوزیلنډ پهکې ښه پیل اخیستی دی.