
کلیمالله افغان: ۵۰سلنه خیالي شهیدانو او معلولانو معاشونه ترلاسه کول
د شهیدانو او معلولانو چارو وزارت مالي او اداري رییس کلیمالله افغان نن کابل کې یوې خبري ناستې ته ویلي چې ګڼشمېر خیالي کورنیو د شهیدانو او معلولانو په نوم امتیاز ترلاسه کړي دي.

د شهیدانو او معلولانو چارو وزارت مالي او اداري رییس کلیمالله افغان نن کابل کې یوې خبري ناستې ته ویلي چې ګڼشمېر خیالي کورنیو د شهیدانو او معلولانو په نوم امتیاز ترلاسه کړي دي.

په تېره یوه شپه او ورځ کې د هېواد په ولایتونو کې د سختو اورښتونو له کبله سېلابونه راوتلي چې پرمهال یې یوشمېر کسان مړه شوي او ګڼشمېر کورونه یې نړولي دي.

د روڼتیا نړیوال سازمان په خپور شوي تازه راپور کې افغانستان د نړۍ د ۱۸۰ هېوادونو له ډلې د نړۍ اووم فاسد هېواد بللی شوی دی.
د یاد سازمان په راپور کې ویل شوي چې افغانستان بشري حقونو څخه د ملاتړ، فساد سره د مبارزې او مدني ازادیو په برخه کې د ۱۶ امتیازونو په ترلاسه کولو سره په ۲۰۲۱ کال کې د نړۍ د فاسدو هېوادونو نوملړ کې ۷ ځای خپل کړی دی.

د نورستان د والي ویاند سيفالدين لټون سلاموطندار ته ویلي چې د وروستيو سېلابونو له امله په کامدېش ، واما او منډول ولسوالیو کې ١٥ کسان مړه شوي او ٢٠ نور ټپيان دي.

د پکتیا زرمت ولسوالي چې د دغه ولایت له ګڼ نفوسه ولسوالیو څخه شمېرل کېږي، اوسېدونکي یې وایي چې په تېرو څو کلونو کې د پوهنې برخه کې ورته د پام وړ کار نه دی شوی.

د لوګر په مرکز پلعلم، خوښۍ او محمداغې ولسوالیو کې د پرون ورځې د اورښتونو له کبله سېلابونه راوتلي چې تر دا مهاله د ۲۰ کسانو د مړینې خبر ورکړل شوی دی.

د لوګر د طبعیي پېښو پر وړاندې د مبارزې ریاست مسوولان وایي چې د پرونيو اورښت له امله د یاد ولایت په مرکز پلعلم او خوښۍ ولسوالي کې سېلابونه راوتلي چې پرمهال یې خلکو ته درانه زیانونه اړولي دي. د نوموړي په وینا، خوښي ولسوالي کې د سېلاب ځپلیو کورنیو د ژغورنې هڅې پيل شوي او لسګونه کورنې یې خوندي ځایونونو ته لېږدولي دي.