
دایکندي کې ټرافیکي پېښه؛ پنځه کسان مړه او ۱۱ ټپیان شوي
په دایکندي کې محلي سرچینې وايي چې د دغه ولایت د شهرستان ولسوالي د «چبلک» کوتل کې یو پلانکوچ ډوله موټر چپه شوی چې له امله یې پنځه کسان مړه شوي او ۱۱ نور ټپیان دي.

په دایکندي کې محلي سرچینې وايي چې د دغه ولایت د شهرستان ولسوالي د «چبلک» کوتل کې یو پلانکوچ ډوله موټر چپه شوی چې له امله یې پنځه کسان مړه شوي او ۱۱ نور ټپیان دي.

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت مسوولانو نن ملت ته د دولت د حساب ورکولو پروګرام په لړ کې خپل کلنی راپور له رسنیو سره شریک کړ.

هېواد کې تر سیاسي بدلون وروسته خلک په دې تمه و چې نور به له چاودنو او بریدونو خوندي وي، خو کابل کې وروستیو بریدونو او چاودنو ښاریان لاپسې خپل امنیت ته اندېښمن کړي دي. پرون ماښام د کابل ښار د خیرخانې «صدیقيه» جومات کې چاودنې ۲۱ کسان ووژل او ۳۳ نور یې ټپیان کړل.

کندهار کې د دیني عالمانو، قومي مشرانو، د مخکیني حکومت د یوشمېر چارواکو او سلګونه نورو کسانو په ګډون د دیني عالمانو غونډه نن پیل شوه.
د افغانستان ملي راډیو ټلوېزیون پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي چې په دې ناسته کې شاوخوا ۳۰۰۰ کسانو ګډون کړی چې پر یو لړ ملي مسایلو به خبرې وکړي.

د کابل د امنیې قومنداني ویاند خالد ځدراڼ سلاموطندار ته ویلي چې د پلازمېنې د ۱۷ امنیتي حوزې اړوند د خیرخانې سیمې په یوه جومات کې د پرونۍ چاودنې پرمهال ۲۱ کسان وژل شوي او ۳۳ نور ټپیان دي.
په ورته مهال د الجزیرې خبري شبکې بیا د کابل د یوې امنیتي سرچینې له قوله راپور ورکړی چې په دغه چاودنه کې ۲۰ کسان وژل شوي او ۴۰ نور ټپیان دي.