کابل کې شیعهګان: د عاشورا مراسمو لپاره دې کلک امنیتي تدابیر ونیول شي
د عاشورا مراسمو لمانځنې په ترڅ کې د کابل ښار د تکیهخانو او جوماتونو یوشمېر مسوولان د دغو مراسمو د امنیت په اړه اندېښمن دي.
دوی وايي چې هېواد کې ناامني او بېثباتي لامل شوې چې شیعهګان د تېرو کلونو په پرتله، سږکال تکیهخانو او جوماتونو کې کمرنګه حضور ولري.