هلمند کې ټرافیکي پېښې؛ یو کس مړ او ۱۳ ټپیان شوي
په هلمند ولایت کې د تېرې یوې اوونۍ راهیسې د بېلابېلو ټرافیکي پېښو پرمهال یو کس مړ شوی او ۱۳ ټپیان دي.
په هلمند ولایت کې د تېرې یوې اوونۍ راهیسې د بېلابېلو ټرافیکي پېښو پرمهال یو کس مړ شوی او ۱۳ ټپیان دي.
که څه هم پخوا به خلکو نیوکه کوله چې دولتي روغتونونو کې ښه روغتیايي خدمات نه وړاندې کېږي، خو اوس د پروان مسوولان وايي، د دغه ولایت دولتي روغتونونو ته د مراجعینو شمېر ډېر شوی دی.
باختر خبري اژانس د غزني او نورستان د محلي مسوولانو له قوله لیکلي چې په دغه ولایتونو کې د سېلابونو راوتلو له امله ۱۴ کسان مړه شوي او ۱۱ نور ټپیان دي. د باختر خبري اژانس د خبر له مخې، په غزني ولایت کې د وروستیو اورښتونو له امله سېلابونه راوتلي چې پرمهال یې پنځه کسان مړه او دوه ټپیان شوي دي.
په زابل کې د وچکالۍ او د اوبو د کمښت له امله د ګڼشمېر کروندګرو کښتونه سوځېدلي او محصولات یې لهمنځه تللي دي.
د دغه ولایت اوسېدونکي وايي چې سیمو کې یې د اوبو کچه ټيټه شوې او کارېزونه یې وچ شوي چې له امله یې د ګڼشمېر کروندګرو کښتونه لهمنځه تللي او خلک له ګڼو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.
د دایکندي امنیتي مسوولان وايي چې د دغه ولایت د میرامور ولسوالي «نرخسي» کلي کې یو «پلانکوچ» ډوله موټر له سړک څخه اوښتی چې په پایله کې یې یو کس مړ شوی او نهه ټپیان شوي دي. د نوموړي په وینا، پېښه کې یو ۳۵کلن کس مړ شوی او درې ښځې، یو ماشوم او پنځه نارینه ټپیان دي.
د سلاموطندار په اړه
نشراتي سیاست او مسلکي اصول
د خصوصي حریم سیاست
له موږ سره اړیکه
کارموندنه
د معلوماتو او سندونو لېږل
له موږ سره د همکارۍ شرایط
شکایت
راډیويي خپرونې
فلم او تصویر
آر اس اس
په خبرپاڼه کې ګډون