سرپرست حکومت د ډبرو سکرو بیه دوه برابره زیاته کړې
په هېواد کې په ناقانونه توګه د ډبرو سکرو استخراج او نورو هېوادونو ته یې په ټیټه بیه د صادراتو په اړه اندېښنې شته، خو د اسلامي امارت مسوولان وایي چې د سکرو بیه یې لوړه کړې ده.
په هېواد کې په ناقانونه توګه د ډبرو سکرو استخراج او نورو هېوادونو ته یې په ټیټه بیه د صادراتو په اړه اندېښنې شته، خو د اسلامي امارت مسوولان وایي چې د سکرو بیه یې لوړه کړې ده.
له څو ورځو راهیسې په کابل کې د سرپرست حکومت له خوا د یوې لویې غونډې د جوړېدو خبرونه ورکړل شوي، خو تراوسه د یادې ناستې د اجنډا او څرنګوالي په اړه څه نه دي ویل شوي.
ګالوپ موسسې په یوې تازه سروې کې ویلي چې افغانان د نړۍ په کچه تر ټولو ډېر منفي عواطف لري. ګالوپ دغه سروې د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې کړې چې نن یې پایلې اعلان کړې.
د روسیې دفاع وزیر سرګي شویګو خپل قزاقستاني سیال سره د لېدنې پرمهال یوځل بیا افغانستان کې د ترهګرو ډلو شتون څخه اندېښنه ښودلې ده. سرګي شویګو ویلي چې نړۍ افغانستان ته شاه کړې او دغه هېواد کې د امریکا پاتې وسلې د داسې چا لاس ته ورغلي چې باید نه وای ورغلې.
نن په کابل کې یوشمېر دیني عالمانو او مدني فعالانو د یوې کډې خبري ناستې پرمهال له اسلامي امارت غوښتنه وکړه چې ښځو ته باید د علماو په جوړېدونکې ناسته کې د ګډون اجازه ورکړي.
د اسلامي امارت ویاند ذبېحالله مجاهد پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي چې هېواد کې زلزله ځپلو سره د مرستې په موخه د چین هېواد له بشري مرستو بار دوه الوتکې نن کابل ته رارسېدلې دي.
پاکستاني رسنیو راپور ورکړی چې د دغه هېواد لومړي وزیر شهباز شریف امر کړی چې افغانستان څخه دې د سکرو وارداتو په کلدارو وشي.
د رسنیو د راپور پربنسټ، شهباز شریف په یوې ناسته کې ویلي چې په دې کار سره به دغه هېواد د ډبرو سکرو د وارداتو له درکه هر کال ۲.۲ میلیارده ډالر وسپموي او په ارزانه بیه به برښنا تولید کړي.
د ملګرو ملتونو د بشردوستانه مرستو د همغږۍ دفتر یا اوچا د افغانستان په سوېل ختیځ ولایتونو کې د زلزله ځپلو لپاره د ۱۱۰ میلیونه ډالرو د مرستې غوښتنه کړې ده. اوچا زیاته کړې چې ملګريملتونه او د دغه سازمان بشريهمکاران په زلزله ځپلو ولسوالیو کې ۳۶۲زره زیانمنو ته ۱۱۰ میلیونه ډالر مرسته راټولوي.
د سلاموطندار په اړه
نشراتي سیاست او مسلکي اصول
د خصوصي حریم سیاست
له موږ سره اړیکه
کارموندنه
د معلوماتو او سندونو لېږل
له موږ سره د همکارۍ شرایط
شکایت
راډیويي خپرونې
فلم او تصویر
آر اس اس
په خبرپاڼه کې ګډون