ننګرهار کې د پاسپورټ غوښتونکي: تحویل شوې پیسې مو د بانک د مسوولانو جېبونو ته تللي
د پاسپورټ یوشمېر غوښتونکو سلاموطندار ته ویلي چې د پاسپورټ اخیستلو لپاره تحویل کړې پیسې یې د بانک د مسوولانو شخصي جېبونو ته تللې دي.
د پاسپورټ یوشمېر غوښتونکو سلاموطندار ته ویلي چې د پاسپورټ اخیستلو لپاره تحویل کړې پیسې یې د بانک د مسوولانو شخصي جېبونو ته تللې دي.
د اسلامي امارت مخکیني چارواکي او د خلاصون لارې عالي شورا بنسټ رییس سید اکبراغا سلاموطندار ته ویلي چې له شپږم ټولکي پورته د نجونو ښوونځیو بیا پرانیستلو په اړه د جوړې شوې اته کسیزې کمېټې کار بشپړ شوی او د اسلامي امارت مشر ملا هبتالله اخندزاده ته یې خپل وړاندیزونه استولي دي.
په جېنوا کې د افغانستان استازي نصیراحمد اندېشه د ملګرو ملتونو د بشريحقونو شورا ناسته کې ویلي چې تېرو لسو میاشتو کې نړیوالې ټولنې له هرې ممکنه لارې اسلامي امارت سره د تعامل هڅه وکړه، خو داسې ښکاري چې دغه هڅې له بنبست سره مخ او د ژمنو پر ماتولو او ناهیلیو تبدیلې شوې دي.
نورستان کې یوې محلي سرچینې سلاموطندار ته ویلي، د دغه ولایت د تیتن درې ځنګل کې لګېدلی اور په بشپړه توګه نه دی مهار شوی. تر دې وړاندې د نورستان د والي وياند سيفالدین لټون هم دغه پېښه تایید کړې وه او ويلي و چې د اور د مهار لپاره جدي هڅې روانې دي، خو تازه د اور د اوسني وضعیت په اړه د نورستان ولايتي چارواکو څه نه دي ویلي.
پکتیا ولایت کې ناپېژنده وسلهوالو بېګاه شپه یو ۲۵کلن ځوان په ډزو وژلی او یو بل کس یې ټپي کړی دی.
د سلاموطندار په اړه
نشراتي سیاست او مسلکي اصول
د خصوصي حریم سیاست
له موږ سره اړیکه
کارموندنه
د معلوماتو او سندونو لېږل
له موږ سره د همکارۍ شرایط
شکایت
راډیويي خپرونې
فلم او تصویر
آر اس اس
په خبرپاڼه کې ګډون