د غور په کوېډ۱۹ روغتون کې د اسانتیاوو نشتوالی؛ په کور کې د ناروغانو درملنه کېږي
د غور روغتیايي مسوولان وايي، څه باندې ۷ میاشتې کېږي چې د دغه ولایت د کویډ ۱۹ روغتون د اسانتیاوو او د بودجې نشتوالي سره مخ دی چې له همدې امله هغوی اړ دي چې د ناروغانو درملنه د هغوی په کورونو کې وکړي.