
کابل کې د نیالګیو کېنولو کمپاین پیل شو
هېواد کې د نیالګیو کېنولو په دوام، د شنبې په ورځ کابل کې د نیالګیو کېنولو کمپاین د کرنې وزارت، د کابل ولایت مقام او د ښاروالۍ د مسوولانو په حضور کې په رسمي ډول د دغه ولایت په ټولو ولسوالیو کې پیل شو.

هېواد کې د نیالګیو کېنولو په دوام، د شنبې په ورځ کابل کې د نیالګیو کېنولو کمپاین د کرنې وزارت، د کابل ولایت مقام او د ښاروالۍ د مسوولانو په حضور کې په رسمي ډول د دغه ولایت په ټولو ولسوالیو کې پیل شو.

د کډوالۍ نړیوال سازمان په افغانستان کې د داخلي بېځایه شوو د شمېر زیاتوالي په اړه نن یو ریپوت خپور کړی او ویلي چې اوس مهال په دغه هېواد کې د داخلي بېځایه شوو کسانو شمېر نږدې شپږ میلیون کسانو ته رسېږي.

د افغانستان د موج تحول ګوند نن کابل کې د مارچ اتمه، د ښځو د یووالي نړیواله ورځ ونمانځله او له اسلامي امارت څخه یې غوښتنه وکړه چې ښځو ته د زدهکړې او کار حق ورکړي.

د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست د ترکیې د انتالیا ډیپلوماسۍ فورم کې د وینا پرمهال له نړیوالو غوښتنه وکړه چې افغانستان کې د ټولګډونه حکومت په پلمه پر افغانانو خپلې غوښتنې نه تحمیلوي. نوموړي پر نړیوالو غږ وکړ چې د ټولګډونه حکومت د جوړېدو په اړه، هغه تجربې چې ناکامې شوي او ګټه یې نه ده کړې، له دوی څخه دې نه کوي.

د هلمند د مستوفیت چارواکي وايي چې یادې ادارې په تېره یوه اوونۍ کې له ګڼو ادارو څخه څه باندې ۸ میلیونه افغانۍ عواید راټول کړي دي.

د هلمند ولایت اړوند په مارجې ولسوالي کې پرون مازديګر ناوخته په يوې چاودنه کې د يوې کورنۍ ۷ کسان ټپيان شوي دي. د هلمند د اطلاعات او فرهنګ رياست څخه سلاموطندار ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ټپیان ټول د يوې کورنۍ غړي دي چې په کور کې د زړې مرمۍ د چاودنې له امله ټپیان شوي دي. خبرپاڼه کې راغلي چې د پېښې ټیپان د دې ولایت ايمرجنسي روغتون ته لېږدول شوي او تر درملني لاندې دي.