
دایکندي کې د یوه موټر د چپهکېدو له امله څلور ښځې مړې شوي
د دایکندي محلي مسوولان وايي، نن مازدیګر شاوخوا ۴ بجې د ګېزاب ولسوالي په کنډوګک سیمه کې یو موټر د یخ له امله له سړک څخه اوښتی او د هلمند سیند ته لوېدلی دی چې له کبله یې څلور ښځې مړې شوې دي.
د دایکندي محلي مسوولان وايي، نن مازدیګر شاوخوا ۴ بجې د ګېزاب ولسوالي په کنډوګک سیمه کې یو موټر د یخ له امله له سړک څخه اوښتی او د هلمند سیند ته لوېدلی دی چې له کبله یې څلور ښځې مړې شوې دي.
جمال چې دا یې مستعار نوم دی د غزني ولایت اصلي اوسېدونکی دی، خو نشې هغه د نیمروز ولایت مرکز زرنج ښار په یوې څنډه کې وېجاړې کنډوالې ته راوستی دی.
په دې وروستیو کې د پاکستان او اسلامي امارت چارواکو ترمنځ پر ډیورنډ فرضي کرښه د پاکستاني پوځ لهخوا د اغزن تار غځولو او د هېواد پر ختیځو سیمو د راکیټي بریدونو پر سر ناندرۍ زیاتې شوي دي. د چارو یوشمېر شنونکي وايي چې پاکستان په دې کړنو سره غواړي، د اسلامي امارت حکومت کمزوری کړي او خپل ولس او نړیوالو ته وضعیت ناسم وښایي.
په بامیانو کې د اغاخان پراختیايي بنسټ د روغتیا برخې مسوولان او د بهزیستي او تحرک موسسې چارواکي وايي چې له درېوو ورځو راهیسې، د درنو واورو د ورښت او سختو توپانونو له کبله د دایکندي ولایت د پنځو او د بامیانو ولایت د دوو ولسوالیو مواصلاتي لارې تړل شوي او د روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو بهیر له ستونزو سره مخ شوی دی.
د نیوزیلنډ د کډوالو چارو وزارت منلې چې د افغانستان د مخکیني حکومت د ولسمشر دویم مرستیال سرور دانش او د هغه د کورنۍ ۱۳غړو ته یې پناه ورکړې ده. د نیوزیلنډ د کډوالو وزارت یوه لوړپوړي چارواکي ویلي چې د بشرحقونو په اړه د سرور دانش دریځ د دې لامل شوی چې دوی ورته پناه ورکړي.
د لغمان ولایت محلي چارواکي وايي چې د دغه ولایت د ملي امنیت رییس مولوي الفت هاشمي بېګاه د محترلام ښار اړوند په قرارګاه سیمه کې په یوې ټرافیکي پېښه کې مړ شوی دی. د لغمان لپاره د اسلامي امارت د والي ویاند صلاحالدین زاهد ویلي، دغه ټرافیکي پېښه هغه مهال رامنځ ته شوې چې د ملي امنیت رییس محترلام ښار کې پر ګزمې بوخت و.
د سلاموطندار په اړه
نشراتي سیاست او مسلکي اصول
د خصوصي حریم سیاست
له موږ سره اړیکه
کارموندنه
د معلوماتو او سندونو لېږل
له موږ سره د همکارۍ شرایط
شکایت
راډیويي خپرونې
فلم او تصویر
آر اس اس
په خبرپاڼه کې ګډون