مرستندویه هېوادونه افغانستان ته د پیسو لېږد په اړه پرېکړه کوي
رویټرز خبري اژانس د نړیوال بانک له قوله رپوټ ورکړی چې د دغه بانک تمویلوونکي په پام کې لري چې د روانې ډسمبر میاشتې تر لسمې پورې د افغانستان د کنګل شویو پیسو او دغه هېواد ته یې د لېږد په اړه پرېکړه وکړي.