
د تخار په مرکز کې جګړې ګڼشمېر کورنۍ بېځایه کړي
له تېرې یوې اوونۍ راهیسې د افغان امنیتي ځواکونو او وسلهوالو طالبانو ترمنځ د تخار مرکز په تالقان ښار کې سختې جګړې روانې دي چې د دغه ښار اوسېدونکي یې اندېښمن کړي دي.

له تېرې یوې اوونۍ راهیسې د افغان امنیتي ځواکونو او وسلهوالو طالبانو ترمنځ د تخار مرکز په تالقان ښار کې سختې جګړې روانې دي چې د دغه ښار اوسېدونکي یې اندېښمن کړي دي.

د افغانستان د ملي روغې جوړې عالي شورا مسوولان د هېواد اوسنی وضعیت پېچلی او حساس بولي او وايي، که څه هم افغانستان کې جګړه له خلکو څخه قرباني اخلي، خو د دغې جګړې عوامل او انګېزه تراوسه نه ده روښانه شوې.

په کندهار کې له تېرې څه باندې یوې اوونۍ سختې جګړې او د ګڼو ولسوالیو له سقوط وروسته نن د کندهار والي روحالله خانزاده په دغه ولایت کې د یوې خبري ناستې پرمهال وویل، له تېرو ۱۸ کالو راهیسې دغه ولایت کې امنیتي ادارې په قومونو پوري تړلي وې او لاهم تړلي دي.

د افغان دولت او وسلهوالو طالبانو ترمنځ په دوحه کې د سولې بین الافغاني خبرې چې له څو میاشتو راهیسې ځنډېدلې وې، نن یوځل بیا د افغانستان د حکومت پلاوي او وسلهوالو طالبانو ترمنځ دغه خبرې د یو لړ رسمي مراسمو په ترڅ کې د قطر په پلازمېنه دوحه کې له سره پيل شوې.

د جوزجان د ولایتي شورا غړي وایي چې د دغه ولایت په مرکز او اړوند ولسوالیو کې د وچکالۍ او جګړې د پراخېدو له امله د خلکو ژوند له ګواښ سره مخ دی. د جوزجان د ولایتي شورا غړی حفیظلله ندرت وایي، په روان کال کې وچکالي د دغه ولایت اوسېدونکي په جدي توګه ګواښي.

هغه مکتوب چې سلاموطندار ترلاسه کړی، ښکاري چې د روان مالي کال ملي بودجه له کسر سره مخ ده او احتمال شته چې دغه کسر زیات شي. دغه مکتوب چې د روانې میاشتې په ۱۶مه نېټه د مالیې وزارت د سرپرست محمدخالد پاینده له لوري لاسلیک او د خزاینو عمومي ریاست او ټولو بودجوي ادارو ته لېږدول شوي، پکې راغلي چې ټول بودجوي واحدونه دې د دولت عادي او پراختیايي لګښتونو کې « سپما» وکړي.