خلیلزاد: تمه ده افغانستان له واحدې طرحې سره د استانبول غونډه کې ګډون وکړي

د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وايي، نړۍ تمه لري چې افغانان له واحدې طرحې سره د استانبول غونډه کې ګډون وکړي. نوموړي دا څرګندونې نن د ملي روغې جوړې شورا له رییس عبدالله عبدالله او غړیو سره په لیدنه کې کړې دي.
زلمی خلیلزاد نن کابل ته راغی او له ولسمشر محمداشرف غني او عبدالله عبدالله سره یې ولیدل.

پکتيا کې مېرمنې ميراث غواړي

یوشمېر پکتیاوالې وايي چې په دغه ولايت کې ډېر لږ داسې کسان شته چې خپلو خويندو ته يې د ميراث حق ورکړی دی.
د دوی په وینا، مېرمنې د ميراث په ورکړې سره له اړمنتیا خلاصېږي او نورو ته بیا لاس نه نيسي.
په پکتیا کې د ښځو برخې فعاله انارګله وايي، که ښځو ته د ميراث حق ورکړل شي، په ټولنه کې تر ډېره د ښځو پر وړاندې شته بې‌عدالتۍ کمېدلای شي.

هرات کې اورلګېدنه؛ د ګازو دوو شرکتونو ته یو میلیون ډالره زیان اوښتی

نن سهار د هرات ښار شمال لوري ته د کمرکلاغ سیمې د اوبلنو ګازو په شرکت کې د یوه ټانکر خالي کولو پر مهال اورلګېدنې شوې چې له کبله یې د ګازو دوو شرکتونو ته مالي زیان اوښتی دی.
هرات کې د ګازو واردوونکو اتحادیې رییس ظاهرشاه توخي وايي، په یاده اورلګېدنه کې د ګازو له ۱۵ تر ۲۰ خالي ټانکرونه، د دوو شرکتونو تاسیسات او د ګازو یوه زېرمه له منځه تللې ده.

لوګر کې ۵۰ سلنه نجونې له زده‌کړو بې‌برخې دي

د لوګر د پوهنې ریاست ویاند شاه‌پور عرب سلام‌وطندار ته ویلي چې د وروستیو ناامنیو او ځینو کلتوري ستونزو له امله د مرکز پل‌علم په ګډون، په بره‌کي برک، خوښۍ، محمداغې او څرخ ولسوالیو کې ۵۰ سلنه نجونې له لیک او لوست څخه بې‌برخې شوې دي. د هغه په وینا، له زده‌کړو ډېری بې‌برخې شوې نجونې له لومړنۍ دورې پورته دي او د لوګر د پوهنې ریاست هڅه کوي چې د دیني عالمانو او قومي مشرانو په مرسته یې ستونزې هوارې کړي.

کورونا؛ تر اوسه نږدې ۱۲۰ زره کسانو واکسین کړی

د عامې روغتیا وزارت وايي، تر اوسه یې په ۳۴ ولایتونو کې ۱۱۹ زره او ۸۴۰ کسانو ته د کورونا واکسین ورکړی دی. د مسوولانو په وینا، واکسین شوي کسان روغتیايي او د رسنیو کارکوونکي، ښوونکي، دولتي کارکوونکي، بندیان او له ګاونډیو هېوادونو څخه بېرته راستنېدونکي کسان شامل دي. د روغتیا وزارت د چارواکو په وینا، په کابل، هرات، ننګرهار او کونړ کې په ترتیب سره ډېرو کسانو واکسین کړی دی.