
طالبانو بغلان کې د تېلو ۶ ټانکر سوځولي او ۷ کسان يې له ځان سره وړي
بغلان کې محلي او امنيتي سرچينې وايي، طالبانو د بغلان – کابل لويې لار کې د تېلو ۶ ټانکر سوځولي او ۷ کسان يې له ځان سره وړي دي.
دغه سرچينې چې نه غواړي نومونه یې خپاره شي سلاموطندار ته وايي، طالبانو تېره شپه «کيلهګي» سيمه کې د امنيتي ځواکونو پر پوستو بريدونه کړي چې په دې نښتو کې چاته زیان نه دی رسېدلی خو طالبانو له نښتو وروسته دوشي ولسوالۍ کې د بغلان ـ کابل لویې لارې پر سر د تېلو ۶ ټانکر سوځولي دي.