سلام‌وطندار د ځوانانو ژوند کې د الګو ټاکلو ارزونې لپاره د هېواد په ۲۶ ولایتونو کې سروې کړې چې پایلې یې ښيي، ډېری ځوانانو د فردي او ټولنیز پرمختګ لپاره الګو ټاکلي دي.

په دې نظرپوښتنه کې ۶۴۷ ځوانانو ګډون کړی چې ۳۷۰ یې، هلکان او ۲۷۷ یې، نجونې دي. ۸۴.۷ سلنه ګډونوالو ویلي چې ژوند کې یې، د ځان لپاره الګو ټاکلي دي. د دې سروې پایلې ښيي چې د ۷۷.۹سلنه ځوانانو الګو د دوی له لوري او۵۴.۹سلنه بیا مشهورې او پېژندل شوې څېرې د ځان لپاره د الګو په توګه ټاکلي دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

۵۰.۷سلنه ځوانانو د الګو ټاکلو لپاره د پرمختګ او پوهې معیار او ۴۶.۵سلنه د شخصیت او اخلاقو معیار له اړخه خپل ژوند کې الګو ټاکلي دي.

۸۲.۱سلنه ګډونوالو ویلي چې د الګو ټاکلو یې، پر ژوند مثبت اغېز کړی او ۰.۷سلنه هم منفي اغېز لرلی دی.

۲۸کلنه تمنا چې دې سروې کې یې، ګډون کړی، وايي، خپل ورور یې، ځانته الګو ټاکلی دی. «مشر ورور مې ځانته الګو ټاکلی؛ ځکه پوهه او کړنې یې، زما د ژوند لپاره معیار دی؛ د ورور مهرباني او صداقت ماته الهام بښوونکی دی.»

۶۲.۵سلنه ګډونوال د اخلاق، پوهې او د بحران مدیریت او بریالیتوب ۳۶.۴سلنه ترټولو مهم فاکتورونه وو چې د ځوانانو له لوري د الګو «رول ماډلونو» په انتخاب کې ونډه لرله. ۵۴.۹سلنه ګډونوالو مشهورې څېرې ۲۸.۸ د خپلې کورنۍ غړي او ۱۰.۴سلنه مذهبي مشران د خپلو الګو په توګه ټاکلي دي.

احمدشجاع وايي: «د الګو انتخاب باید د معیار پر اساس وي او د الګو غوره ټاکنه علم دی؛ ژوند کې مې د الګو ټاکل بېلابېلې اغېزې لرلې، یو دا چې سرګرداني یې، له‌منځه یوړه او انګېزه یې راکړه چې خپل هدف ته ورسېږم.»

ذکي احمد هم وویل: «هغه کسان چې د ځان لپاره د الګو په توګه ټاکو، باید داسې کسان وي چې ځان او ټولنې ته ګټور وي؛ کسان باید لومړی ځان وپېژني او خپل اهداف وټاکي او بیا الګو واخلي.»

د نظرپوښتنې ۱۵.۳سلنه ګډونوال وايي چې ژوند کې یې، الګو نه‌دی ټاکلی. یوه ګډونوالې بهاره وویل: «ژوند کې مې الګو نه‌‌ده ټاکلې، فکر کوم چې همدا الګو نه ټاکل لامل شوي چې ژوند کې بریالۍ نه‌شم او ونه‌شم کړای چې خپل درسونه په سمه توګه ووایم.»

ویکتوریا چې هېڅ الګو نه‌لري، وايي: «الګو مې نه‌ده ټاکلې، ځکه څوک مې پیدا نه‌کړل؛ پیدا کولو کې تراوسه پرېکړه نه‌ده کړې او د همدې لپاره په کارونو کې مې پرمختګ ندی راغلی، ځکه الګو مې نه‌لرله.»

یوشمېر ارواح‌پوهان وايي چې د الګو لرل، د ځوانانو ژوند کې د انګېزې د رامنځته کېدو لامل کېږي. ارواح‌پوه سویتا حبیبي وايي: «الګو لامل کېږي چې ځوانان ژوند کې ښه پرمختګ ولري. همدا الګو یې د ژوند لارې روښانوي او کولای شي چې د هغه په باور ګامونه واخلي چې مناسب وي.»

ارواح‌پوه راشد صدیقي هم وویل: «الګو کولای شي چې یوې ټولنې ته وده ورکړي او خپلو مطلوبو اهدافو ته ورسېږي، یوه ایده‌اله ټولنه جوړه کړي چې په‌کې هېڅ ستونزه او ننګونه شتون ونه‌لري، برعکس هغه ټولنې چې الګو ونه‌لري، د هغې ټولنې اوسېدونکي د نورو په اشارو لوبه کوي او خپلې وړتیاوې او نوښتونه د نورو پښو کې وغورځوي.»

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د ارواح‌پوهانو په باور د ځوانۍ دوره کې د الګو ټاکنه ډېر اهمیت لري؛ ځکه په وینا یې، د مناسبې الګو ټاکل کولای شي چې د ځوانانو پرمختګ او بریالیتوب کې مرسته وکړي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام