ترکیهمېشتي افغان ډاکټر عبدالغفار غیور هلمند ته د سفر پرمهال، د شونډو پرې او تالو چاودو ناروغیو درملنه کې ۲۰۰ ماشومانو ته وړیا جراحي عملیات ترسره کړي.
ترکیه کې مېشتی افغان جراح ډاکټر عبدالغفار غیور، یو ځل بیا هلمند ته راستون شوی او د هغو ماشومانو او تنکي ځوانانو لپاره یې د ژوند امیدونه راژوندي کړي، چې له زیږون سره د شونډو او تالو پرانیستلو له ناروغۍ کړېږي.
ډاکټر غیور چې تر دې وړاندې هم څلور ځله هلمند ته تللي، تراوسه یې پنځو دورو کې ټولټال ۹۵۰ ماشومانو او تنکیو ځوانانو ته دغه ډول عملیات ترسره کړي دي.
د هلمند د روغتیا ریاست مرستیال ډاکټر نقیبالله فاتح وايي، دا عملیات نه یوازې د تخنیک له پلوه مهم دي، بلکې ټولنیز او انساني ارزښت هم لري، ځکه ډېری ناروغان له فقر، بېوسۍ او روغتیايي خدماتو ته له نهلاسرسي سره مخ دي.
«ډاکټر عبدالغفار غیور دا پنځمه دوره ده چي هلمند ته راځي په دې پنځه دورو کي نوموړي ټول ټال ۹۵۰ تالو چادو او شونډو پرې ناروغانو ته بریالي جراهي عملیاتونه کړي دي چې له دې جملې څخه ۲۰۰ دهمدې پنځمي دورې وه.»
ډاکټر غیور وویل، دا ټول عملیات مخکې له مخکې همغږي کېږي او له افغانستانه د ناروغانو نوملړ ورته ورځي.
هغه د دې کار موخه یوازې د ولس خدمت بولي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
«دا پنځم ځل دی چې زه هلمند ته راځم، د هلمند روغتیا ریاست او ورسره همکار روغتونونه، مخکې له مخکې د ناروغانو د لیست کولو پروسه مختهوړي، وروسته ماته معلومات راکوي چې زه به د یادو عملیاتو لپاره ځیني ضروري درمل له ترکیې نه ځان سره راوړم.»
د عملیات شویو ماشومانو کورنۍ او د سیمې خلک دا چاره یوه نههیریدونکې مرسته ګڼي.
د محمد امین په نوم یو تن چې مخکې دوه ناکامې درملنې یې تجربه کړې وايي:
«دوه ځله کې په شخصي روغتونو کې د ماشومتوب پر مهال مصرف او درملنه وکړه، پایله یې ناکامه وه خو دا ځل ډاکټر صاحب غیرو درملنه راته وکړه اوس جوړ یم.»
د هلمند اوسېدونکی ګل اغا هم په دې اړه وویل :
«په ترکیه کې د میشت راغلي افغان ډاکټر څخه موږ ډېر خوښ یو، نوموړي په رښتیا د طبابت علم د خپل ولس د خدمت لپاره کړی، مونږ ډېر ترې خوشحاله یو، داسې خلک دې لا ډېر شي.»
پرې شونډه او تالو چاود چې د زیږون پر مهال د مخ د جوړښت نیمګړتیا ده، نه یوازې د ماشومانو د ښکلا پر حالت اغېز کوي، بلکې د وینا، تنفس، خوړو خوړلو او اورېدلو پر فعالیتونو هم بد اغېز لري.


