د کندهار د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولان وايي چې له دغه ولایت څخه بهرنیو هېوادونو ته تر دې مهاله ۱۵زره ټُنه انګور صادر شوي دي.
د یاد ولایت د سوداګرۍ او پانګونې خونې رییس محمدصدیق مهمند وايي، سږکال تر دې مهاله بهرنیو بازارونو ته له دغه ولایته ۱۵زره ټُنه انګور صادر شوي چې دا لړۍ لاهم روانه ده.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د مهمند په وینا، له یادو صادراتو څخه افغان سوداګرو اته میلیونه او ۶۵۰ زره امریکايي ډالر ترلاسه کړي دي.
مهمند همداراز زیاته کړه چې له کندهار څخه د تازه او وچې مېوو صادرات د ولایتي ادارې او ګمرک ریاست په همکاري په منظمه توګه روانه ده او په وینا یې، د یو منظم پلان پر بنسټ لاهم د انګورو صادرات روان دي.
سږکال به د اټکل له مخي ۲۷۳ زره او۶۰ ټُنه انګورو حاصلات ولري چي د تېرکال په پرتله يې لس سلنه حاصلات زيات سوي دي.
کندهار کې د انګورو سږني حاصلات وخت رارسېدلی چې کروندګر یې دا مهال پر ټولولو بوخت دي.