د خوست محلي چارواکي وايي چې د ۱۵میلیونه افغانیو په لګښت د دغه ولایت تڼیو ولسوالي ته د برښنا لېږد چارې پیل شوې.
د خوست د برښنا شرکت رييس انجینیر فولاد معاويه وايي چې وارداتي برښنا به په لومړي سر کې د ولسوالي مقام سره ونښلېږي او وروسته به نورو سیمو او کلیو ته هم وغځول شي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د نوموړي په وینا، پر يادې پروژې څه باندې ۱۵ميليونه افغانی لګښت راځي چې د کورنيو چارو وزارت سرپرست سراجالدين حقاني په امر د ياد وزارت له بوديجې ورکول کېږي.
هغه ډاډ څرګند کړ چې د دې پروژې چارې به په خپل وخت بشپړې شي. د تڼيو ولسوالي اوسېدونکو هم له ولایتي ادارې د مننې ترڅنګ، خوښي څرګنده کړه چې سیمه به یې د برښنا له نښلېدو وروسته پرمختګ وکړي او شته ستونزې به یې تر یوه بریده هوارې شي.
د يادې ولسوالي اوسېدونکي احمدجان سلاموطندار ته وويل چې دوی له پخوا راهيسې د وارداتي برښنا د لېږد غوښتنه کوله، خو په وینا یې، چا یې غږ نهاورېده.
هغه وويل دا چې اوس دغه ولسوالي سره د برښنا د نښلېدو چارې پيل شوې، د تڼيو ولسوالي د اوسېدونکو ډېرې ستونزې به ورسره هوارې شي.