د اسلامي امارت مشر شیخ هبت الله اخندزاده د ځانګړي حکم پر بنسټ د ننګرهار د ښېوې ولسوالۍ اړوند په ګمبیري دښته کې د کونړ ۲ زره او ۵۰۰ زلزله ځپلو کورنیو لپاره ۱۰۰۰جریبه ځمکه ځانګړې شوه.
د ننګرهار د رسنیو دفتر یوه خبرپاڼه کې ویلي، دغه ځمکه کې د استوګنې لپاره پر نقشې هم کار پیل شوی.
خبرپاڼه کې راغلي چې ډېر ژر به د کونړ زلزله ځپلو کورنیو ته په دغه ځمکه کې د نومرو د وېش بهیر پیل شي.
د ننګرهار والي ملا محمد نعیم اخوند وویل: «دا د اسلامي نظام پالیسي ده چې خپلو خلکو ته د هېواد په هر ځای کې چې اړتیا وي امکانات برابر کړي.»
نوموړي اړوندو ادارو ته سپارښتنه کړې چې په یاده ځمکه کې د سړکونو، پارکونو، جوماتونو، ښوونځيو، کلینیک او نورو اړتیاوو ته پام وکړي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د اراضۍ عمومي رییس مولوي محمود مظلوم وویل، ګمبیري دښته کې د کونړ زلزله ځپلو ته یاده ځمکه د کډوالو د پالیسۍ له مخې وېشل کېږي او که اړتیا شي، نو په همدې سیمه کې ورته نوره ځمکه هم برابرولی شي.
د ننګرهار ګمبیري دښته د کونړ او لغمان ولایتونو ترمنځ پرته ده. دغه سیمه سیند ته د نږدې والي او شاوخوا ولایتونو سره د نښلېدونکو نقطو له امله ځانګړی کرنیز ارزښت هم لري.
د سنبلې میاشتې په ٩مه نېټه د شپې ناوخته د هېواد په ختیځ کې زورورې زلزلې زرګونه کورنیو ته درانه مالي او ځاني زیانونه واړول او یوازې د کونړ څوکۍ او نورګل ولسوالیو کې یې تر ۲زرو ډېر کسان شهیدان او ۳نیم زره نور ټپیان کړل.
که څه هم د اسلامي امارت حکومت او ګڼو نړیوالو او کورنیو بنسټونو د زلزلې زیانمنو کورنیو سره مرستې وکړې، خو زلزله ځپلي د کورونو جوړولو غوښتنه کوي.


