Asset 1SWN

کندوز کې د سپین‌زر په نوم د غوړیو د تولید کارخونه بیا فعاله شوه

Untitled-8-260x165

د سوداګرۍ او صنایعو خونې ویلي چې کندوز کې د سپین‌زر په نوم د غوړیو د تولید کارخونې له ۲۵ کلن ځنډ وروسته بیا خپل فعالیت پیل کړ.

دغه وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې یاده کارخونه په ۱۲۰ زره ډالره پانګونې سره بیا پر خپل کار پیل وکړ. د خبرپاڼې له مخې، د سپین‌زر کارخونه په یوه شپه او ورځ کې د ۱۰ ټنه غوړیو د تولید ظرفیت لري. دا کارخونه د زغیرو، کنجدو، پنبه‌دانې/کنجاړې ترڅنګ، سابون هم تولیدوي.

د سوداګرۍ او صنایعو وزارت وايي، سپین‌زر کارخونه به نه یوازې د غوړیو له اړخه د کندوزیانو اړتیاوې پوره کړي، بلکې محصولات به یې نورو نږدې ولایتونو ته هم ولېږدول شي.

د مالیې وزارت د تېر کال په کب میاشت کې ویلي و چې په کندوز کې د سپین‌زر دولتي شرکت د بیا فعالیت لپاره د غوړیو د تولید پنځه ماشینونه له ازبکستان هېواد نه وپېري. که څه هم هغه مهال د یادو ماشینونو د را لېږدولو او لګولو موده له دوو ترې درېوو میاشتو ښودل شوې وه، خو له شاوخوا ۱۰ میاشتو وروسته د لیندۍ په ۲۲مه کندوز ولایت ته را ورسېدل.

د کندزو سپین‌زر شرکت په ۱۳۱۴ کې د «شمالي شرکت» په نوم جوړ او بیا په ۱۳۳۹ کې د سپین‌زر په نوم ونومول شو. د دغه شرکت ډېره برخه تولیدات غوړي او سابون وو، خو د کورنیو جګړو له کبله یې ټولې برخې له فعالیت نه ولوېدې او کارکوونکي یې هم له کاره بې‌برخې شول.

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام