په کندهار کې امنیتي سرچینې وايي چې د دغه ولایت په ارغنداب ولسوالي کې د سړک غاړې ماین په چاودنه کې د یوې کورنۍ ۴ غړي وژل شوي او ۲ نور ټپیان دي.
یوې امنیتي سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط سلاموطندار ته وویل چې یاده چاودنه نن له غرمې مخکې د ارغنداب ولسوالي د «باغ پل» په سیمه کي د ملکي وګړو پر یوه زرنج شوې ده.
د سرچینې په وینا، په پېښه کې د یوې کورنۍ ۴ غړي وژل شوي او ۲ نور ټپیان دي. سرچینه زیاتوي چې په وژل شویو کسانو کې ماشومان هم شامل دي.
که څه هم حکومت تل د دا ډول چاودنو پړه پر طالبانو ور اچوي، خو تر اوسه کومې امنیتي یا بلې حکومتي سرچینې په دې اړه څه نه دي ویلي.
دا په داسې حال کې ده چې نن سهار وختي د پروان ولایت د لویې لارې قطعې قوماندان له ۴ نورو پولیسو سره یوځای د سړک غاړې ماین په چاودنه کې ووژل شو.