د تخنيکي او مسلکي زدهکړو ادارې او خصوصي سکټور ترمنځ د همغږۍ او سټراټېژيکو همکاريو د پياوړتيا په موخه دويمه دوهورځنۍ غونډه په کابل کې جوړه شوه. د تخنيکي او مسلکي زدهکړو ادارې مسوولان وايي، دغه کنفرانس يې د فرصتونو او ننګونو د ارزونې، د ښوونیز نصاب د کيفيت لوړولو او د کاري فرصتونو د برابرولو په موخه جوړ کړی دی.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د دې ادارې د تخنیکي او مسلکي چارو مرستیال غلامسعید احساس وايي: «له مخابراتو او ټکنالوجۍ وزارت او نورو حکومتي ادارو غواړو چې د تخنیکي او مسلکي زدهکړو اداره په بېلابېلو برخو کې همکارۍ ته اړتیا لري. زموږ زدهکوونکو ته دې د ټکنالوجۍ زدهکړې اسانتیاوې برابرې او د ښوونیز نصاب جوړولو کې دې راسره همکاري وکړي. د اوبو او برښنا وزارت نه غواړو چې د اوبو مدیریت برخه کې ښوونیز پروګرامونه جوړ کړي.»
په همدې حال کې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې او د کانونو او پټرولیم وزارت چارواکي د دولتي او نادولتي ادارو لپاره د مسلکي کسانو پر روزلو ټینګار کوي او وايي، اوس د افغانستان د کار بازار لا ډېرو مسلکي او متخصصو کارګرانو ته اړتیا لري.
د سوداګرۍ او پانګونې خونې رییس یونس مومند او د سوداګرۍ او صنایعو خونې مرستیال ضیاالرحمان ایوبي وايي:
«موږ مسلکي کسانو ته اړتیا لرو؛ کارخونې مسلکي کسانو ته اړتیا لري او موږ همکاري غواړو. همدارنګه د کرنې میکانیزه کېدل مسلکي او تخنیکي کسانو ته اړتیا لري.»
«مسلکي زدهکړې ډېر ارزښت لري او باید له مسلکي او تخنیکي اړخه وروزل شوو. بازار ورته اړتیا لري، خو له بده مرغه موږ مسلکي کسان په ډېرو پیسو له نورو هېوادونو راغواړو او ترې کار اخلو. دغه ځوانان د مسلکي زدهکړو له لارې کولای شي د افغانستان د اقتصادي پرمختګ لپاره کار وکړي.»
په ورته وخت کې د افغانستان بانک چارواکي وايي چې دغه بانک مسلکي کسانو ته د کار اسانتیاوې برابروي او له نورو بانکونو هم غوښتنه کوي چې مسلکي کسانو ته د کار فرصت ورکړي.
د افغانستان بانک استازی منصور وايي: «د افغانستان بانک هڅه کوي چې هېواد کې مسلکي کسانو ته د کار اسانتیاوې برابرې کړي. بانکي سکټور او موسسې کولای شي مسلکي کسانو ته کار پیدا کړي.»
د یادولو ده چې په دې ناسته کې د تخنیکي او مسلکي زدهکړو ادارې او څلورو کورنیو ادارو ترمنځ د استادانو د وړتیا لوړونې، د مسلکي زدهکړو او کاري فرصتونو د برابرولو په موخه د همکاریو څلور هوکړهلیکونه لاسلیک شول.