د جوګي قوم نږدې ۳۰۰ کورنۍ د افغانستان د پلازمېنې په خیرخانې کوتل کې د ژوند له لومړنیو امکاناتو پرته تر خیمو لاندې په سختو شرایطو کې ژوند کوي. د جوګي قوم ښځې او نجونې له سختې بېوزلۍ، ټولنیز توپیري چلن، روغتیايي او د زدهکړو خدمتونو ته نه لاسرسی، په کم عمر کې ودېدو او نورو بېلابېلو ټولنیزو فشارونو سره مخامخ دي. دغه څېړنیز راپور د دغه قوم د ۱۶ ښځو په ګډون، له ۳۰ کسانو سره د مرکو پر بنسټ جوړ شوی دی.
د سړک پر سر د کال او سوالګرۍ له کبله د ښځینه جوګیانو بندي کېدل او شکنجه
له ۱۶ ښځینه جوګیانو سره د سلاموطندار د مرکو موندنې ښيي چې دا ټولې ښځې بندي او وهل شوې دي. یادې ښځې وايي، د سړک پر سر د کار یا هم سوال له کبله یې له یوې شپې او ورځې نیولې تر ۲۱ شپو ورځو پورې د سرپرست حکومت په بندخونو کې تېرې کړې دي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د دوی په خبره، سرپرست حکومت یې د سړک پر سر د کار او سوالګرۍ مخه نیسي، خو دوی له دې پرته کومه بله لاره نهلري. دغه ښځې وايي، سره له دې چې سرپرست حکومت ورسره د مرستې ژمنې کړي او په ګوته شوې هم دي، خو لا یې هېڅ ډول مرسته نهده ترلاسه کړې.
یوه جوګي چې مزارۍ نومېږي وايي، اقتصادي فشارونه او د امکاناتو نه لرلو له کبله یې سوالګرۍ ته مخه کړې ده او سرپرست حکومت نه یوازې کومه مرسته ورسره نهده کړې، بلکې څو ځله یې بندي کړې او وهلې ډبولې هم ده.
هغه زیاتوي: «اته بچیان لرم او زه له شپاړلسو کلونو راهیسې عصبي ناروغي لرم. ډاکټر ته نه یم ورغلې، اقتصادي ستونزې دي. طالبان/اسلامي امارت مو بیايي، بندي کوي مو. خپله زه یې پنځه ځله بندي کړې یم؛ ۱۱ ورځې هلته بندي وم او ډېره یې ووهلم.»
دا یوازې مزارۍ نهده چې سرپرست حکومت نیولې او بندي کړې، بلکې راضیه هغه بله امېندواره مېرمن او د څلورو ماشومانو مور ده چې ورته کیسه لري. هغه وايي، سرپرست حکومت څو ځله د سړک پر سر د کار او سوال له کبله نیولې او بندي کړې ده.
هغه زیاتوي: «څلور ماشومان لرم؛ یو یې چې څلور کاله عمر لري، فلج دی. قلمونه پلورم، خو طالبانو درې ځله ټولې کړو او ویل یې چې مرسته کوو، خو ویې نه کړه. امېندواره یم، یو کارتن قلمونه مې واخیستل چې ویې پلورم، طالبانو ټولې کړو، بادام باغ ته یې یووړو او ۲۱ ورځې یې بندیانې کړو. د دې لپاره چې امېندواره وم، خوشې یې کړم، خو قلمونه او ماسکونه پلورو او که سوال هم وکړو، بندیانوي مې.»
مهتاب هم وايي چې د سړک پر سر د کار له کبله څو ځله بندي شوې، خو نه ورسره حکومت او نه هم مرستندویه بنسټونو مرستې کړې دي. هغه زیاتوي: «یوه ماشوم چې دوهمیاشتنی و، مړ شو. خاوند مې زوړ او کمزوری دی؛ کار نهشي کولای. خپله قلمونه او کاغذي دستمالونه پلورم؛ طالبانو څلور ځله یووړم او ویې وهلم. ویل یې ولې کار کوې؟ یو ځل یوه شپه او ورځ هلته وم، بل ځل دوه شپې او ورځې او درېیم ځل یې د پنجشنبې ورځ ونیولم او جمعه یې خوشې کړم.»
که څه هم په څېړنیزو متونو کې د جوګیانو د تاریخ او افغانستان ته یې د راتګ په اړه څه نهدي راغلي، خو د راپورونو او د قومي مشرانو د ویناوو له مخې، دغه قوم په تاجکستان، ازبکستان، ایران او افغانستان کې مېشت دی. په تاجکستان کې د لولیانو په نوم پېژندل کېږي او نیکونو به یې فالونه کتل او سوالګري به یې کوله.
د جوګي قوم مشرانو سلاموطندار ته ویلي، له سلو ډېر کلونه کېږي چې افغانستان ته راغلي او د دې لپاره چې هویت یې نهدی روښانه شوی، پېژندپاڼې هم نهدي ورکړل شوي، زدهکړې یې نهدي کړي او رسمي دندې هم نهلري. د دوی په خبره، جوګیان د ژوند لومړنیو امکاناتو ته لاسرسی نهلري او توپیري چلن ورسره کېږي؛ نو اړ شوي چې د سړک پر سر کار، فال کتلو او سوالګرۍ ته مخه کړي.
د خوړو خوندیتوب او د ژوند له لومړنیو خدمتونو بېبرخې جوګیانې
۱۶ جوګیانو سلاموطندار ته ویلي چې لازمو خوړو او د ژوند لومړنیو خدمتونو ته رسېدل یې لپاره یو خوب ګرځېدلی. دېرش کلنه ملکه چې شپږ بچیان لري او شل کلنه لیلما چې کونډه شوې او د کورنۍ سرپرسته ده وايي، لوږه، رټل کېدل او د ژوند له لومړنیو حقونو څخه بېبرخېوالی ورته عادي شوي او ورته لاسرسی یې یو نه رښتیا کېدونکی خوب دی. دوی زیاتوي:
«د کار څوک نهلرم، خاوند مې چې کراچيواني یې کوله، اووه میاشتې مخکې موټر وواهه چې تراوسه نهدی جوړ شوی. ورځني خواړه مو وریجې او کچالو دي. ډېرې ستونزې لرو؛ ځمکه نهلرو؛ اوبه نهلرو؛ ښوونځی نهلرو او روغتیايي خدمتونو ته هم لاسرسی نهلرو. دوه خیمې مې په کرایه نیولي چې د هرې یوې د میاشتې ۳۷۰ افغانۍ کرایه کېږي.»
«کونډه شوم؛ د واده مې یو کال تېر شوی و او څلورکلن ماشوم مې په نس کې و چې خاوند مې مړ شو. د زړه ناروغي یې لرله، پیسې نه وې چې درملنه مې یې کړې وای. بیا مې د پلار کور ته راغلم؛ اوس پلاسټیکونه ټولوم او ګدايي کوم. روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی نهلرم.»
یوازې جوګیانې د ژوند له لومړنیو خدمتونو بېبرخې نهدي، بلکې ماشومان یې هم خپلو لومړنیو خدمتونو ته له نه لاسرسي څخه شکایت کوي او وايي، دا هیلې به ګور ته یوسي.
له زدهکړو بېبرخې جوګي ماشومان او د ژوند لومړنیو حقونو ته یې نه لاسرسی
جوګیانو او د هغوی یوشمېر ماشومانو سلاموطندار ته ویلي چې جوګي ماشومان د بېوزلۍ، قانوني هویت نه لرلو او توپیري چلن له کبله د زدهکړو او د ژوند له نورو لومړنیو حقونو څخه بېبرخې دي.
دیارلسکلنه فېروزه چې له ماشومتوبه د ډاکټرې کېدو هیله لري وايي، رسمي هویت نهلري او د زدهکړو اسانتیاوې هم ورته برابرې نهدي؛ نو دا لویه هیله یې په خپل کوچني زړه کې خښه کړې ده. «غوښتل مې چې راتلونکي کې ډاکټره شم. مخکې مې قلمونه، ژاولې او اوبه پلورلې، بیا طالبانو ونیولم او یوویشت ورځې درې ځله بندي شوم او ویې وهلم.»
شپاړلسکلنه زبیده او لسکلن عبدالقهار هم د هغو ماشومانو له ډلې دي چې د خپلو محرومیتونو کیسې کوي. دوی زیاتوي:
«اقتصادي وضعیت مې جوړ نهدی او ښوونځی هم نشته؛ ځکه درس نهشم لوستلی. تر ټولو لویه هیله مې درس لوستل دي؛ خوښېږي مې ښې جامې واغوندم او غټ ارمان مې دا دی چې خدای مو له بېوزلۍ خلاص کړي، څو د نورو خلکو غوندې ښه ژوند ولرو.»
«په جومات کې قرآن وایم او خوښېږي مې چې ښوونځي ته ولاړ شم، خو دا چې نشته، نهشم یې لوستلی، د طالبانو له ډاره کار ته هم نه ځم؛ ځکه نیسې مې.»
د جوګي قوم تر ټولو لویه ستونزه د هویت او پېژندپاڼې نه لرل دي
د قانوني هویت او پېژندپاڼو نه لرل، د جوګي قوم تر ټولو لویه ستونزه ده. دوی وايي، دا ستونزه لامل شوې چې ډېری ټولنیزو حقونو ته لاسرسی پیدا نه کړي. د دغه قوم مشران وايي، له څه باندې ۱۰۰ کلونو راهیسې به افغانستان کې اوسېږي، خو تراوسه مشخص ځای او ثابت هویت نهلري.
یو جوګي عبدالقهار وايي، نه یوازې ګڼې ستونزې لري، بلکې په ټولنه کې ورسره توپیري او ناسم چلن هم کېږي. د نوموړي په وینا، ښوونځی یې په ډېرو ستونزو او توپیري چلن سره پای ته ورساوه، خو بیا هم ورته کومه دنده پیدا نه شوه. هغه زیاتوي چې جوګیانو ته پېژندپاڼې نه ورکول کېږي او که څه هم د جمهوریت پر مهال یوشمېر هغو ته پېژندپاڼې ورکړل شوې، خو دغه بهیر بیا ودرېده.
عبدالقهار وايي: «زموږ لویه ستونزه دا ده چې د اوسېدو ځای نه لرو. ما له دولسم ټولګي څخه فارغ شوی یم، خو کوم توپیري چلن چې له موږ سره کېده او لا هم روان دی، موږ ځوروي. کله چې ښوونځي ته تللم، پېغور به یې راکاوه او ناسم چلن به یې راسره کاوه؛ بیا به مې هغه ښوونځی پرېښود، بل ته مې ځان سهپارچه کړ. د اقتصادي ستونزو له کبله مې لوړې زدهکړې ونه کړې او دا چې جوګي یم، دنده نه راکول کېږي.»
په کابل کې د جوګيانو یو قومي مشر قلداش نظامي وايي، قومیان یې ډېری په کابل، کندوز او بلخ ولایتونو کې اوسېږي. د هغه په خبره، د جوګیانو اصلي استوګنځی تاجکستان او ازبکستان دی او بیا د سیاسي او جغرافیايي بدلونونو له کبله افغانستان ته را کډه شوي دي.
د نوموړي په وینا، پېژندپاڼې نه ورکول کېږي او کله یې چې غوښتنه کوي، بېلابېلې پلمې ورته کوي. هغه زیاتوي: «زموږ لویه او لومړنۍ ستونزه دا ده چې په ۳۴ ولایتونو کې ځمکه او د اوسېدو ځای او زدهکړو ته لاسرسی نهلرو. دلته ۳۰۰ کورنۍ اوسېږي. ډېری یې پېژندپاڼې نهلري او په ټوله کورنۍ کې یوازې ما د جمهوریت پر مهال کاغذي پېژندپاڼه واخیسته. بیا مې دوه درې میاشتې منډې وکړې چې برښنايي پېژندپاڼه واخلم، خو ونه توانېدم. د کورنۍ غړي مې هم د پېژندپاڼو اخیستو لپاره ورغلل، خو ور یې نهکړې او ویې ویل چې اوس بندې دي.»
په همدې حال کې د ښځو حقونو فعالان او ټولنپوهان وايي، روغتیايي او د لومړنیو امکاناتو ته د جوګیانو نه لاسرسي پر هغوی ژوند تریخ کړی دی. د ښځو حقونو فعاله تهمینه منګل وايي: «جوګیانې له ډېرو ستونزو سره مخامخ دي؛ ناسمو کارونو او جنايي جرمونو ته مخه کوي. اصلي لامل یې بېوزلي او د مشخص هویت نه لرل دي. حکومت او نور بنسټونه دې ورته عامه پوهاوی ورکړي او د ژوند لومړني امکانات دې ورته برابر کړي. ګرځنده کلینیکونه او د ژوند لومړني خدمتونه دې ورته برابر شي.»
ټولنپوه احمدراشد صدیقي بیا وايي، هغه کسان چې په یوه مشخصه ټولنه کې اوسېږي، د هماغه هېواد وګړي دي او باید برابر حقونه ورکړل شي. نوموړی زیاتوي: «جوګیان باید د یوه قوم په نوم یو هویت او ټولو حقونو ته لاسرسی ولري. د ټولنپوهنې له مخې، سیاسي نظام او ټولنې ته په سرخوږي بدلېږي؛ نو د نظام دنده ده چې لومړني خدمتونه ورته ورسوي.»
حقوقپوه او د پوهنتون استاد حکمتالله فیاض بیا وايي: «هغه کسان چې په یوه هېواد کې دوامدار ژوند کوي، له پنځو کلونو وروسته د تابعیت غوښتنه کوي، څو د نورو غوندې له حقونو برخمن شي. دوی چې له څه باندې ۱۰۰ کلونو راهیسې دلته اوسېږي او باید د هېواد ټول قوانین یې په پام کې نیولي وي. له حقوقي او قانوني اړخه د تابعیت ورکولو حق لري.»
بلهخوا د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت ویاند عبدالمطلب حقاني وايی، جوګیان یې د کورنیو بېځایه شویو په نوملړ کې نیولي او ټاکل شوې په بېلابېلو ولایتونو کې ورته ځمکې ورکړل شي.
هغه زیاتوي: «هغه مرستې چې له نورو بېځایه شویو سره کېږي، دوی ته هم ورکول کېږي. په راتلونکي کې غواړو خپلو مېنو یا هغو ځایونو ته ولېږدوو چې ا.ا یې ورته په پام کې لري، څو په بېلابېلو ولایتونو کې ځمکې ورکړل شي او له کابل څخه ور ولېږدول شي.»
د ملي احصایې او معلوماتو ادارې ویاند محمدحلیم رافع هم وايي: «په دې برخه کې یو طرزالعمل جوړ شوی، خو اوس د پېژندپاڼو وېش درېدلی او ډېر ژر به د طرزالعمل په وروستیو کېدو سره د پېژندپاڼو د وېش لړۍ پیل شي.»
د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت ویاند تسلیمالله حقاني وايي، جوګیانو تراوسه د دغه وزارت له لوري په جوړو شویو جرګو کې ګډون نهدی کړی او که قومي مشران یې د ګډون غوښتنه وکړي، دوی به اجازه ورکړي.
نوموړی زیاتوي: «د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د منظم پلان له مخې، هر کال په هر ولایت کې قومي جرګې جوړوي چې د هر قوم مشران پهکې ګډون کوي او خپلې ستونزې شریکوي. د هغوی ستونزې حل کېږي او جوګیانو کې په دغو جرګو کې ګډون نه وي کړی او په کابل کې اوسېږي، کولای شي وزارت ته راشي او خپلې ستونزې شریکې کړي؛ ډېر ژر به یې ستونزې حل شي.»
جوګیان په تاجکستان کې په لولیانو او ایران کې هم په کولي پېژندل کېږي. ویل کېږي چې دغه قوم له هندوستان څخه افغانستان، ایران او د منځنۍ اسیا هېوادونو ته راغلي دي. د معلوماتو له مخې، جوګیان په دغو ټولو هېوادونو کې زدهکړو او د ژوند نورو امکاناتو ته لږ لاسرسی لري. ډېر کم شمېر یې په تاجکستان او د منځنۍ اسیا نورو هېوادونو کې لوړې زدهکړې کړي، دندې لري او ښه کاروبارونه کوي.
د جوګیانو کورنۍ په افغانستان کې د معمول له مخې، خپل ځامن او لورانې زدهکړو ته نه پرېږدي او له ماشومتوبه یې د پیسو په ټولولو او سوالګرۍ عادت کوي.