د زابل د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست تر چتر لاندې د «CLTS» پروګرام پر مټ د دې ولایت د شهرصفا ولسوالي د «حفظالصحې» له اړخه د یاد ولایت تر ټولو پاکه ولسوالي نومول شوې.
دCLTS پروګرام مسوول محمدفهیم اسودزاده په دې اړه جوړ شویو مراسمو کې وویل چې دغه ولسوالي د حفظالصحې او چاپېریال له پلوه دغه ولسوالي تر ټولو پاکه ولسوالي ده.
نوموړي په خپلو خبرو کې زیاته کړه چې هڅه به وکړي، څو دغه پروګرام د یاد ولایت نورو ولسوالیو ته هم وغځوي.
د زابل د اقتصاد رییس حاجي امیر او د پوهنې ریاست مرستیال محمدنسیم نصیر دې مراسمو ته په خپلو خبرو کې د چاپېریال د پاکوالي پر ارزښت او حفظالصحې پر مراعتولو ټينګار وکړ.
دوی د «CLTS» پروګرام له مسوولانو غوښتنه وکړه چې د خپلو دوامداره هڅو پر مټ د شهرصفا ولسوالي اوسېدونکو ته د فردي او چاپېریالي حفظالصحې مراعتولو په اړه عامه پوهاوي ورکړي.