Asset 1SWN

د باختر د سرو زرو خزانې د لوټلو په اړه د ولسي جرګې اندېښنه

maxresdefault

د ولسي جرګې غړي وايي، د باختر د سرو زرو خزانه چې د افغانیو پشتوانه ده، له ګواښ سره مخامخ ده.

د ولسي جرګې رییس او یوشمېر غړیو نن د دې جرګې په عمومي غونډه کې د اندېښنې تر څنګ وویل، د باختر د سرو زرو خزانه چې د افغانیو پشتوانه ده، له ګواښ سره مخامخ ده او هېڅ تضمین نشته چې د حامد کرزي هوايي ډګر له لارې دې بهر ته قاچاق نه شي.

د رحماني په خبره، د باختر د سرو زرو خزانه باید یوه بل باوري هېواد ته په امانت ډول ولېږدول شي؛ ځکه په وینا یې، د افغانستان بانک د باور وړ نه دی.

د باختر د سرو زرو خزانه اته میاشتې وړاندې په ۱۳ هېوادونو کې نندارې ته اېښودلو لپاره له ۱۳ کلن سفر وروسته له ۳۵۰ میلیونه افغانیو عوایدو سره هېواد ته را وړل شوه. دا خزانه د لرغونې نړۍ د سرو زرو یوه تر ټولو ستره خزانه ده چې ۴۲ کاله وړاندې د جوزجان ولایت د مرکز شبرغان ښار اړوند په «طلاتپه» سیمه کې ترلاسه شوه.

دا سرو زرو زیوراتو خزانه ده او د شاهانو له یوې هدیرې نه چې اووه جسدونه پر سرو زرو پوښل شوي وو، لاس ته راغله. باختر خزانه د کوشانیانو بډایه ژوند او شان و شوکت ښيي چې د خپلو شاهانو جسدونه به یې د سرو زرو په زرګونو ټوټو سره خاورو ته سپارل.

دا خزانه د تخار د ای‌خانم غونډۍ، د بلخ او کابل د زرګرانو له تاریخي اثارو سره له تېرو دیارلس کلونو راهیسې د ۱۳ هېوادونو په ۲۴ موزیمونو کې نندارې ته اېښودل شوې وه چې ۳۵۵ میلیونه افغانۍ عاید یې له ځان سره راوړل.

افغان حکومت د باختر خزانه اته میاشتې وړاندې بېرته هېواد ته را وګرځوله، څو د سیمې له هېوادونو سره د ورېښمو لارې ګډ نندارتون لپاره تیاری ونیسي او دغه راز، د بودايي او اسلامي دورو او نورو تمدنونو تاریخي اثار د نندارې لپاره تیار او ولېږدوي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام