د دایکندي محلي مسوولان وايي چې په دغه ولایت کې د پولیسو یو افسر چې پر طالبانو یې د امنیتي ځواکونو وسلې او مهمات پلورل، نیول شوی دی.
د دایکندي د ولایتي شورا غړی غیرتعلي جواهري وايي د دغه ولایت د ملي امنیت کارکوونکو د پولیسو یو افسر هغه مهال نیولی چې پر طالبانو یې د امنیتي ځواکونو وسلې او مهمات پلورل.
د نوموړي په وینا، نیول شوی کس د پولیسو یو افسر دی. هغه د یاد افسر دغه کار خیانت بولي او په وینا یې، تر اوسه په دایکندي کې داسې پېښه نه وه شوې.
د دایکندي د ملي امنیت رییس رضا اسلمي هم مني چې د دغې ادارې کارکوونکو د پولیسو یو افسر پر طالبانو د امنیتي ځواکونو د وسلو او تجهیزاتو د پلورلو پر مهال نیولی دی.
د اسلمي په وینا، د دایکندي د ملي امنیت رییس د دې لپاره چې په ټولنه کې د امنیتي ځواکونو نوم او ځای کمرنګه نه شي، د نیول شوي کس هویت نه په ډاګه کوي.
موږ وغوښتل چې په دې اړه د دایکندي د امنیې قومانداني نظر هم واخلو، خو هغوی په دې اړه څه نه وايي.