Asset 1SWN

سلام وطندار

سرپرست حکومت: د دوحې په درېیمه غونډه کې د ا.ا ګډون ته شرایط برابر شوي

170934932

د سرپرست حکومت د بهرنیو چارو وزارت درېیم سیاسي رییس ذاکر جلالي د دوحې د درېیمې غونډې جوړېدو ته په اشارې لیکلي، ا.ا چې څرنګه له ګاونډیو او د سیمې هېوادونو سره پرمختګ کړی، له لوېدیځو هېوادونو سره د جوړوونکي تعامل پلوی دی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

نوموړي نن (د چنګاښ لومړۍ، جمعه) پر خپل اېکس لیکلي چې د دوحې په درېیمه غونډه کې د تېرو هغو پر خلاف د ا.ا د ګډون لپاره شرایط برابر شوي او په یاده ناسته کې به د خصوصي سکټور، مالي او بانکي مسایلو او له نشه‌يي توکو سره د مبارزې په اړه خبرې اترې وشي.

هغه زیاته کړې: «دا ځل د دوحې د تېرې غونډې پر خلاف د افغانستان د حکومت پلاوي لپاره شرایط برابر شوي، خو بیا به هم ولیدل شي چې په راتلونکو نږدې لسو ورځو کې د دې غونډې اړوند پرمختګونه پر کومه ځي.»

جلالي ټینګار کړی چې ا.ا د هغې اجندا او ترکیب په رڼا کې د دوحې غونډې ته د پلاوي لېږلو پرېکړه کړې، خو لا روښانه نه‌ده چې د کومې کچې کسان به په‌کې ګډون کوي.

ملګرو ملتونو نږدې یوه میاشت مخکې وویل چې د دوحې راتلونکې غونډه له افغانستان سره د نړیوالې ټولنې د جوړوونکي تعامل زیاتوالي په موخه جوړېږي.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

ټاکل شوې د افغانستان په اړه د دوحې درېیمه غونډه د چنګاښ په لسمه او یوولسمه د ملګرو ملتونو د سرمنشي انټوني ګوټرېش په کوربه‌توب د افغانستان لپاره د هېوادونو د ځانګړو استازیو په ګډون د قطر په پلازمېنه دوحه کې جوړه شي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام