Asset 1SWN

د پکتيا مرکز ګردېز کې د دريو پروژو چارې پيل شوې

20250312_112659

د ګردېز ښاروال مولوي حبيب الرحمن منصور نن (چهارشنبه، د کب ۲۲) د يادو پروژو د چارو پيل مراسمو کې وويل، په دغو دریو پروژو ۱۵۰ زره امريکايي ډالره لګښت راځي.

هغه زياته کړه چې دوه پروژې د ښار په لومړۍ ناحیه کې د زاړه ولايت مخې ته د ۷۰۰ مترو په اوږدوالي د سړک غاړې ويالو پخول دي او دريمه پروژه په څلورمه ناحیه کې د پاکو اوبو يوې شبکې جوړل دي چې ۱۱۰ کورنيو ته به پاکې اوبه برابرې شي.

ورته وخت کې د ګردېز ښار يوشمېر اوسيدونکي په ښار کې د يادو پروژو پيل ته خوښي څرګندوي او غوښتنه کوي چې ښاريانو ته د اسانتياوو په پار بايد ورته نورې پروژې هم تطبيق شي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

ګردېز ښاروال وويل، د يادو پروژو لګښت د «يو اين هبيتات مؤسسې» لخوا ورکول کيږي چې چارې يې نن ورځ عملا پيل شوې.

د ګردېز ښار يو تن اوسيدونکي ګلزار زيارمل وويل چې يادې پروژې به ښاريانو ته اسانتياوې برابرې کړي.

د ګردېز ښار بل اوسيدونکي رحيم هم وويل چې ګردېز ښار پراختيا او ښاريانو ته اسانتياوو په پار په تېرو کلونو کې د پام وړ کار نه دی شوی.

سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

هغه غوښتنه وکړه چې ګردېز ښار پراختيا لپاره بايد حکومت ځانګړې پاملرنه وکړي.

د ګردېز ښاروالي مسولانو وويل چې ځينو مؤسساتو ورسره ژمنه کړې چې په ښار کې به راتلونکی کال ځينې پروژې تطبيق کړي چې ښاريانو ته به اسانتياوې برابرې او د ښار بڼه به ورسره بدلون وکړي.

مرتبط با این خبر:

کلیدواژه‌ها: // //

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام