یوشمېر افغان مېرمنو چې د سینې پر سرطان اخته دي، له سلاموطندار سره په مرکه کې ویلي چې روغتیايي خدمتونو او د اړتیا وړ درملو پېرلو ته د نه لاسرسي له کبله باید په دوامداره توګه ګاونډیو هېوادونو ته ولاړې شي. دوی وايي، تمه نه لري چې د افغانستان په روغتونونو کې دې یې درملنه وشي او په وینا یې، هېواد کې یې درملنه نه کېږي.
پروین او روڼا چې د سینې پر سرطان اخته دي وايي، د هېواد په روغتونونو کې د نه درملنې له کبله اړ دي چې هند او پاکستان ته ولاړې شي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
پروین وايي: «په لومړیو کې نه پوهېدم چې پر دې ناروغي اخته شوې یم. له بیا بیا معایناتو وروسته راته افغان ډاکټرانو وویل چې د ځیګر ستونزه لرم، خو بیا چې هند ته ولاړم، هندي ډاکټرانو ومونده چې د سینې پر سرطان اخته یم. له دوامدارې درملنې سره سره مې دا ناروغي له سینې څخه ځیګر او ملا ته ورسېده.»
روڼا هم وايي: «لومړی مې فکر کاوه چې په تخرګ کې مې بخار دی، خو د وخت په تېرېدو سره غټه شوه او حس مې کاوه چې دا دانه مې ورځ په ورځ ټوله وړتیا اخلي. ډاکټر ته ولاړم او له یوه کال راهیسې درملنه کوم. افغانستان کې درملنې ته تمه نهلرم؛ ځکه هر ځل د شعاش اخیستلو لپاره پاکستان ته ځم.»
یوشمېر نور ناروغان چې د سینې پر سرطان اخته دي وايي، د اقتصادي کمزورۍ او د سرطان د درملنې لوړې بیې له کبله نهشي کولای خپله درملنه وکړي.
دېرش کلنه بيبيشیرین چې څلور او پنځوس کلنه حرمګل چې اووه بچیان لري، د سینې پر ناروغي اخته دي. دوی له اقتصادي بېوزلۍ څخه سر ټکوي او وايي، د خپلې درملنې هیله یې له لاسه ورکړې ده. دوی زیاتوي:
«لومړی مې په سینه کې یوه کتله حس کړه، فکر مې نه کاوه چې جدي مسله به وي، خو کله چې ډاکټر ته ولاړم، ډاکټرانو وویل چې د ناروغي درملنه دې نه کېږي؛ ځکه سرطان دې له سینې څخه ټول وجود نیولی. د درملنې وسه نه لرم او فکر هم نه کوم چې جوړه به شم.»
«ډېره موده کېږي چې ناروغه یم. کله چې ډاکټر ته ورغلم، راته ویل یې ناروغي دې پرمختللې ده او باید عملیات شې. خپله ډاکټرانو راته وویل چې باید د درملنې لپاره پاکستان ته ولاړه شم، خو هلته ته د تګ وسه نهلرم.»
یوشمېر هغه ښځې چې تازه پر دې ناروغي اخته شوي او د درملنې لپاره ګاونډیو هېوادونو ته ځي وايي، هیله نهلري چې درملنه به یې وشي او دوی به روغې شي.
کریمه چې ۳۳ کاله عمر لري او له دوو کلونو راهیسې د سینې پر سرطان اخته ده، وايي: «دوه کاله کېږي چې ناروغه یم. ډاکټران شعاع راکوي او تازه پرې اخته شوې یم، دوعا کوم چې ښه شم.»
بلهخوا ډاکټران جنیټیکي مسایل، بېاولادي، ژر بلوغ ته رسېدل، ډېر وزن، د هورمونونو بدلون، له بېلابېلو شعاعګانو سره مخامخېدل او تر اندازې زیات د حیواني وازګو خوړل د سینې پر سرطان د اخته کېدو لاملونه بولي.
د نسايي-ولادي څانګې متخصصه سمیرا شهیر رحیمي وايي: «د سینې سرطان په هر سن کې امکان لري، خو هغه مېرمنې چې له ۴۵ تر ۵۰ کلونو پورې عمر او ډېر وزن لري، د هورمونونو کچه یې لوړه ده، هغه میندې چې خپلو ماشومانو ته شیدې نه ورکوي، تر ډېره د سینې پر سرطان اخته کېږي.»
د سرپرست حکومت د عامې روغتیا وزارت ویاند شرافت زمان امرخېل بیا وايي چې د سینې پر سرطان د اخته کېدونکو ښځو شمېر په تېرو دوو کلونو کې په ډېرېدو دی، خو په وینا یې، افغانستان کې یې هم درملنه کېږي. نوموړی زیاتوي چې په ۱۴۰۲ لمریز کال کې ۶۲۴۰ کسان چې د سینې پر ناروغي اخته وو، له دوی سره ثبت شوي دي.
د سینې پر سرطان اخته ښځې داسې مهال په هېواد کې د دې ناروغي د نه درملنې په اړه شکایت کوي چې د روغتیا نړیوال سازمان د راپور له مخې، هر کال په ټوله نړۍ کې ۲،۳ میلیونه ښځې د سینې پر سرطان اخته کېږي او له ۶۰۰ زرو ډېرې هغه یې له کبله خپل ژوند له لاسه ورکوي.