حیض، یا د ښځو میاشتني ناروغي هره میاشت د ځوانو ښځو د رحم له منځنۍ برخې د وینو بهېدو ته ویل کېږي او دا ناروغي په افغانستان کې شرم ګڼل کېږي او په اړه یې خبرې هم «ننګ» یادېږي.
په بادغیس کې یوشمېر ښځو چې ډېری اوسېدونکي یې کلیوالي ژوند لري، سلاموطندار ته ویلي، د عامه پوهاوي نه لرلو له کبله د میاشتنۍ ناروغي پر مهال له بېلابېلو روغتیايي ستونزو سره مخامخ کېږي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
صابره چې د بادغیس په مرکز قلعهنو ښار کې د نساييـولادي یوې ډاکټرې ته د درملنې لپاره راغلې وايي، د نس او تناسلي الې درد، د مثانې درد او اوس هم د میاشتنۍ ناروغي بندېدو اړ کړه چې ډاکټرې ته راشي.
د نوموړې په وینا، ډاکټرې ته له راتګ وروسته اوس پوهېږي چې د میاشتنۍ ناروغي پر مهال د روغتیايي ټکو په پام کې نه نیولو او په دې اړه نه پوهاوي پر دې ناروغي اخته کړې ده.
هغه زیاتوي: «زه نه پوهېدم چې څه وکړم؛ نمناکه تکه به مې کاروله؛ شرم و او زه به شرمېدم چې خپلې ټوټې لمر ته واچوم؛ ځکه وېرېدو چې نارینه یې ونه ویني. د زچګۍ پر مهال مو هم پاکې تکې ته لاسرسی نه درلود چې ویې کاروو او که وې هم، موږ نه پوهېدو.»
اذر هم یوه بله ښځه ده چې د درملنې لپاره یوې نساييـولادي ډاکټرې ته راغلې ده. اذر لس کاله مخکې واده کړی، خو تر اوسه یې ماشوم نهدی زېږېدلی.
هغه وايي، ډاکټرې ورته ویلي چې په تخمدان کې یې د سېست (اضافي غوښې) پیدا کېدل لامل شوي چې امېندواره نهشي او د سېست جوړېدو یو لامل د روغتیايي ټکو په پام کې نه نیول کېدل دي. هغه زیاتوي: «زه تکه کاروم؛ خو اوس چې درد لرم، نه پوهېږم څه وکړم؟ ډېری تکې پلاستیکي دي او یوازې په اوبو یې مینځوو.»
په بادغیس کې یوشمېر نجونې چې د میاشتنۍ ناروغي په اړه څهناڅه پوهېږي وايي، په دغه ولایت کې ډېری نجونې په دې اړه د عامه پوهاوي نه لرلو له کبله خپل ژوند له ګواښ سره مخامخ کوي.
د بادغيس یوه اوسېدونکې نازګل ابراهیمزاده وايي: «یوه خپله مې د میاشتنۍ ناروغي پر مهال تکه کاروي؛ پوښتنه مې ترې وکړه چې ولې کوټېکس نه کاروي، ویې ویل چې کوټېکس له بهره راځي او کېدای شي داسې توکي ولري چې راتلونکي کې ګواښ پېښ کړي.»
لطیفه شریفي چې دا هم نجلۍ ده او په بادغیس کې اوسېږي وايي، روغتیایي بنسټونه، په تېره د عامې روغتیا وزارت خلکو، په ځانګړې توګه ښځو ته د عامه پوهاوي ورکولو لپاره په دې برخه کې هېڅ مسوولیت پر غاړه نه اخلي.
هغه زیاتوي: «ټولې نجونې او ښځې باید د میاشتنۍ ناروغي پر مهال روغتیايي ټکي په پام کې ونیسي او د زچګۍ پر مهال چې د ماشوم له زېږېدو وروسته څلوېښت ورځې دي، ښځې باید روغتیايي ټکو ته سم پام وکړي.»
په همدې حال کې قابلې هم د میاشتنۍ ناروغي پر مهال د روغتیايي ټکو پر په پام کې نیولو ټینګار کوي او وايي، خلک پر ناسمو مسایلو او خبرو باور لري او دا د میاشتنۍ ناروغي پر مهال له روغتیايي ټکو سره په ټکر کې دي. د دوی په وینا، د میاشتنۍ ناروغي پر مهال د حمام نه کول، د کوټېکس نه کارول او د سالمو خوړو نه خوړل د ښځو د ناروغېدو لامل کېږي.
په بادغیس کې یوه قابله لایقه ارماني وايي: «که ښځې تکه کاروي، باید پاکه یې ومینځي، لمر ته یې واچوي او اوتو یې کړي، څو یې مېکروبونه مړه شي او رحم ته ور نهشي. د روغتیا پر مهال دې ډېر پام وکړي. ښځو ته سپارښتنه کېږي چې د میاشتنۍ ناروغي پر مهال لاندې نخي یا د وړیو جامې وکاروي.»
په بادغیس کې یوه بله قابله عبیده سلیماني وايي: «که په دغو دورو کې روغتیايي ټکي مراعت نهشي، راوتلې وینه بېرته رحم ته ځي او هلته کلکېږي او بیا شنډېږي.»
د ملګرو ملتونو د شمېرو پر بنسټ، په افغانستان کې ۵۰ سلنه نجونې داسې مهال لومړنۍ میاشتني ناروغي تجربه کوي چې په اړه هېڅ معلومات نه لري. د دغو نجونو ۷۰ سلنه د میاشتنۍ ناروغي پر مهال د خپل ناسم باور له مخې حمام نه کوي او ۱۲ سلنه یې روغتیايي وسایلو ته لاسرسی نه لري.