Asset 1SWN

له لاقصی جومات لیدنه؛ د اسراییلو د ملي امنیت وزیر: دلته ځان مالک احساسوم

Israeli National Security Minister Itamar Ben-Gvir visits Al-Aqsa compound also known to Jews as the Temple Mount in Jerusalem's Old City May 21, 2023. Minhelet Har-Habait, Temple Mount Administration/Handout via REUTERS.

د اسراییلو د ملي امنیت وزیر ایتامار بن‌ګوېر په بیت‌المقدس کې د الاقصی جومات انګړ ته تللی چې دې کار یې د فلسطینیانو او اردن غبرګونونه راپارولي دي.

نوموړي د لیدنې پرمهال ویلي چې غواړي یهودي عبادت کوونکو ته لازیات لاسرسی برابر کړي.

الاقصی جومات چې یهودیان یې «ټیمپل ماونټ» بولي، د سیمې له تر ټولو حساسو مذهبي ځایونو څخه دی؛ دا د یهودیت تر ټولو سپېڅلی او د اسلام درېیم مقدس ځای ګڼل کېږي.

د کلونو راهیسې د یوې هوکړې له مخې، دا ځای د اردن د اسلامي اوقافو له لوري اداره کېږي او یهودیان کولای شي لیدنه وکړي خو عبادت نه شي کولی.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


بن‌ګوېر په یوه ویډیو کې ویلي: «زه دلته ځان مالک احساسووم» او زیاته یې کړه چې پر لومړي وزیر نتنیاهو فشار راوړي، څو نور بدلونونه راولي.»

د اردن د بهرنیو چارو وزارت دا اقدام د وضعیت د ماتولو او «پارونکې هڅه» بللې ده.

بل‌خوا د فلسطین خپلواکې ادارې مشر محمود عباس دفتر خبرداری ورکړی چې دا ډول اقدامات کولی شي سیمه نوره هم بې‌ثباته کړي.

په همدې حال کې، د بن‌ګوېر ویاند ویلي چې نوموړی د یهودي لیدونکو لپاره د لا زیات لاسرسي او د عبادت د اجازې غوښتونکی دی او زیاته یې کړه چې هغه پخپله هم په دغه ځای کې دعا کړې ده.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام