Asset 1SWN

امریکا اوکراین ته د پوځي مرستو استول ځنډولي

17826207_0_0_3078_1731_1920x0_80_0_0_32143a3b49476a014459e36d9d900b49

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرامپ او د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلنسکي ترمنځ له لفظي شخړې وروسته، ولسمشر ټرامپ اوکراین ته د پوځي مرستو استول ځنډولي.

رویټرز اژانس نن (سې‌شنبه د کب ۱۴) د سپينې ماڼۍ د یوه چارواکي په خبره رپوټ ورکړی چې د دې لپاره چې ډونالډ ټرامپ د اوکراین جګړې پایته رسولو کې له مرسته کولو څخه ډاډ ترلاسه کړي، دغه هېواد ته یې د پوځي تجهیزاتو استول بند کړي دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د سپينې ماڼۍ دغه چارواکي رویټرز ته ویلي: «ولسمشر ټرامپ په څرګنده ویلي چې د سولې لپاره هڅې کوي. مونږ اړتیا لرو چې متحدان مو هم دغې موخې ته ژمن ووسي. مونږ د حل‌لارې موندلو لپاره د خپلو مرستو ځنډولو او ارزولو په حال کې یو.»

ویل کیږي چې اوکراین سره د پوځي مرستو ځنډولو لپاره د امریکا د ولسمشر پرېکړه به د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکو کې ترینګلتیاووې نورې هم ډېرې کړي.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرامپ تېره اونۍ ولسمشر ولادیمیر زیلنسکي سره لیدنه کې وویل، اوکراین باید روسیې سره د سولې هوکړه ومني، کنه نو متحده ایالتونه به دغه هېواد سره پوځي مرستې وځنډوي.

د روسیې او اوکراین ترمنځ د نښتو له پیل راهیسې، امریکا اوکراین سره څه باندې ۱۷۵ میلیارد ډالره پوځي مرسته کړې ده.

مرتبط با این خبر:

کلیدواژه‌ها: // //

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام