د پروان د امنیې قومانداني مسوولان وايي، ناپېژنده وسلهوالو په دغه ولایت کې دوه ورونه وژلي دي.
د دوی په وینا، دا پېښه د مرغومي په پنځمه، د چهارشنبې شپه شاوخوا نهه بجې د جبلالسراج په مناره سیمه کې شوې ده.
د پروان د امنیې قومانداني ویاند فضلالرحیم مسکینیار سلاموطندار ته ویلي، ناپېژنده وسلهوالو دوه ورونه چې کروندګر وو، وژلي او خپله له سیمې تښتېدلي دي.
د پروان د امنیې قومانداني ویاند ټینګار کوي چې امنیتي ځواکونو یې د نیولو لپاره پلټنې پیل کړې دي.