Asset 1SWN

یوناما: افغانستان د چاپیریال ساتنې جدي ننګونو سره مخ دی

چاپیریال ساتنه

د جون پنځمې د چاپیریال ساتنې نړیوالې ورځې سره هم‌مهاله، افغانستان کې د ملګروملتونو د سیاسي استازولۍ یا یوناما خبرداری ورکړی چې افغانستان د چاپیریال ساتنې په ځانګړې توګه پلاستیک څخه رامنځ ته کېدونکې ککړتیا، د ځنګلونو له منځه تلو او د اوبو سرچینو کمېدو په څېر جدي ننګونو سره مخ دی.

یوناما ویلي چې د افغانستان له طبیعت څخه د ساتنې لپاره بېړني اقدام ته اړتیا ده.

یوناما نن (پنجشنبه، جوزا ۱۵) د چاپیریال ساتنې نړیوالې ورځې په مناسبت له افغانانو، مسولو بنسټونو او نړیوالې ټولنې غوښتي چې د چاپیریال ساتنې بحرانونو پر وړاندې سره یو موټي شي او د ځمکې ژغورلو لپاره عملي اقدام وکړي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


دغه پیغام کې ویل شوي چې د پلاستیکي کثافاتو په دلیل د افغانستان خاوره، سیندونه او هوا مخ په خرابېدو ده، ځنګونه له منځه ځي او د اوبو سرچینې د پام وړ کمې شوي، کوم وضعیت چې د یوناما په وینا، نه یوازې طبیعت بلکې د انسانانو روغتیا، ژوند او د خوړو خوندیتوب یې له خطر سره مخ کړی دی.

یوناما دې ته په اشارې چې اوس هم د وضعیت بدلون لپاره فرصت شته ټینګار کړی چې هر کس کولی شي د پلاستیک مصرف په کمولو، د ځنګلونو په احیا کولو او د پاکو اوبو تامین سره په مرستې کولو، د چاپیریال ساتنه کې مهم رول ولري.

افغانستان کې د ملګروملتونو سیاسي استازولۍ همدارنګه ویلي چې له چاپیریال څخه ساتنه یوازې یو غوراوی نه‌بلکې، د ځمکې پر سر د ټولو ژوندیو موجوداتو لپاره د ښې راتلونکې د تضمین په موخه حیاتي او ګډ مسوولیت دی.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام