له ایرانه د راستنېدونکو افغانانو شمېر زیاتېدو سره هممهاله، د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ UNHCR د بیرته راستنېدونکو ستونزمن وضعیت په اړه خبرداری ورکړی.
دغه سازمان تېره ورځ (شنبه، سرطان ۷مه) یوه راپور کې له ایرانه د بیرته راستنېدونکو افغانانو اړتیاوو ته د رسېدنې لپاره د بېړنیو مالي مرستو غوښتنه کړې.
راپور کې ویل شوي چې د روان کال د مارچ له ۲۰مې راهیسې څه باندې ۶۴۰ زره افغانان له ایرانه راستانه شوي چې له دې جملې څخه څه باندې ۳۶۶ زره یې په جبري توګه اېستل شوي دي.
د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ راپور کې زیاته شوې چې یوازې د روانې جون میاشتې په ۲۶مه له ایرانه شاوخوا ۳۶ زره او سل افغانان راګرځېدلي دي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د دغه سازمان په وینا، د جون میاشتېې له ۱۳مې راهیسې د بیرته راستنېدونکو شمېر مخ په زیاتېدو دی.
راپور کې همدارنګه راغلي چې د روان میلادي کال له پیل راهیسې یو میلیون او ۲۰۰ زره افغانان له پاکستان او ایرانه افغانستان ته راستانه یا اېستل شوي دي.
د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ زیاته کړې چې ډېری افغانان له سرپناه او کافي سرچینو پرته افغانستان ته راګرځي.
د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ خبرداری ورکړی د مرستو رسولو له پروګرامونو د نړیوالو د ملاتړ کمېدل به د فقر، ناامنیو او بېځایه کېدو خطر نور هم ډېر کړي.
ملګرو ملتونو یو ځل بیا د کډوالو له کوربه هېوادونو غوښتي چې د بیرته ستنولو لړۍ باید په داوطلبانه، امن او انساني کرامت ته په درناوي ترسره شي.



