د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې «اوچا» ویلي چې افغانستان سره د مرستې لپاره ۴۸ میلیون او ۵۰۰ زره ډالره ځانګړي شوي دي.
دغه بنسټ پر اېکسپاڼه یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دغه پیسې به اړمنو افغانانو ته د بېړنیو بشري مرستو وړاندې کولو په برخه کې ولګول شي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
اوچا لیکلي چې د افغانستان لپاره د ځانګړو شویو څه باندې ۴۸ میلیون ډالرو له جملې ۱۹ میلیون یې د ملګرو ملتونو د چټګ غبرګون صندوق له لوري او ۲۹ میلیون او ۵۰۰ زره یې د بشردوستانه صندوق له لوري تامینیږي.
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې د افغانستان برخې ټینګار کړی چې لسیزو نښتو، بېوزلۍ، اقلیمي بدلونونو او د امنیتي ګواښونو زیاتېدو افغانان د حیاتي مرستو له کمېدو سره مخ کړي دي.
د دغه بنسټ له لوري د وړاندې شویو شمېرو پر اساس، روان ۲۰۲۵ میلادي کال کې ۲۲ میلیون او ۹۰۰ زره افغانان بشري مرستو ته اړتیا لري.
ملګروملتونو او یوشمېر هېوادونو تر دې وړاندې هم اړمنو افغانانو سره میلیونونه ډالره مرستې کړي دي.



